متحده ایالاتو د سودان کړکیچ لپاره ځانګړی استازی ونوماوه

متحده ایالاتو دوشنبه فبروري ۲۶ (کب اوومه) ټامن پیریلو د سودان لپاره د نوي ځانګړي استازي په توګه ونوماوه چې په دې هیواد کې له یو بل سره جنګیدونکي جنرالان جګړې بندولو ته وهڅوي.

ښاغلی پیریلو د متحده ایالاتو د کانګرس پخوانی غړی دی او تر دې وړاندې د افریقا سترو جهیلونو سیمې لپاره د امریکا ځانګړی استازی و.

د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په یوې اعلامیې کې ویلي چې نوی ځانګړی استازی به په سودان کې د متحده ایالاتو پالیسۍ همغږې کړي او د شخړو پای ته رسولو لپاره به د امریکا هلې ځلې پر مخ یوسي او د " آزادۍ، سولې او عدالت لپاره د سودان ولس هیلو پوره کولو لپاره د هغوي ملاتړ وکړي".

په سودان کې د تیر کال د اپریل له پنځمې نېټې را وروسته د پوځ او د "چټک ملاتړ ځواک" د غړو ترمنځ جګړه روانه ده او د ورکړل شویو معلوماتو او موجوده ارقامو په اساس، تر دې دمه شاوخوا ۵۰۰۰ خلک په کې وژل شوي دي.

د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح برهان او د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه ملیشو مشر جنرال حمدان داګلو په دې کې ناکام شول چې دا ملیشې د سودان په ملي پوځ کې شامل کړي.

د ملګرو ملتونو ارقامو له مخې په دې کورنۍ جګړې کې تر اوسه زرګونه خلک وژل شوي، ۱.۶ میلیون وګړې اړ شوي چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي او نږدې ۲۵ میلیونه نور چې ددې هیواد نیمایي نفوس څخه ډیر دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

متحده ایالاتو او سعودي عربستان څو ځله د دې دوو جنرالانو تر منځ د خبرو کوښښونه کړي دي خو کامیابي یې ډیره لږه وه.

د متحده ایالاتو د کانګرس غړیو د څو میاشتو راپدیخوا ټینګار کاوه چې د سودان لپاره د ځانګړي استازي مقام ته دې لومړیتوب ورکړل شي او د ښاغلي پیریلو ټاکل کیدل به د دې هیواد لپاره د متحده ایالاتو د سفیر خلا هم ډکه کړي.

جان ګاډفري د شاوخوا ۲۵ کالونو څخه وروسته د سودان لپاره د متحده ایالاتو سفیر ټاکل شوی چې د پخواني دیکتاتور عمر البشیر د واکمنۍ پای ته رسیدو وروسته د هیلې یوه نښه بلل کیده.