سي آی ای: د خاشقجي د وژنې امر سعودي شهزاده ورکړی و

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان

امریکایي چارواکي: سي آی ای دې نتیجې ته رسیدلې چې د جمال خاشقجي د وژلو امر د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان کړی دی.

د امریکایي لوړپوړو چارواکو په وینا د امریکا د مرکزي استخباراتو ارزیابي چې لومړی یې واشنگټن پوست رپوټ ورکړی و د سعودي عربستان د څارنوال خبره ردوي چې وایي د سعودي ولیعهد پدغه پیښه کې لاس نلري.

امریکایي چارواکي وایي سي آی ای دې نتیجې ته رسیدلې چې هغو ١٥ تنه سعودي مامورینو چې په حکومتي الوتکه کې استانبول ته تللي وو ښاغلی خاشقجي یې د سعودي عربستان په قونسلگرۍ کې وژلی دی.

جمال خاشقچي چې د واشنگټن پوست ورځپاڼې ته یې لیکنې کولې او د سعودي عربستان د ولیعهد منتقد و د ٢٠١٨ کال د اکتوبر په دوهمه د واده د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته تللی و.

واشنگټن پوست لیکلي دي چې سي آی ای د هغه تیلفوني خبرو په گډون چې د شهزاده محمد ورور خالد بن سلمان [په امریکا کې د سعودي سفیر] د ښاغلي خاشقجي سره کړي د مختلفو استخباراتي منابعو په اساس دې نتیجې ته رسیدلې ده.

پدغه تیلفوني مکالمه کې په امریکا کې د سعودي سفیر خالد بن سلمان ښاغلي خاشقجي ته ویلي چې د کومې امنیتي ستونزې پرته کولای شي د واده کولو د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره په استنابول کې د سعودي قونسلگرۍ ته ورشي. خو ورځپاڼه دا هم وایي چې دا څرگنده نده چې آیا خالد به د خاشقچي په قتل خبر و او که نه.

ښاغلي خالد په یو ټویټر کې د خاشقچي سره د تیلیفوني خبرو کولو نه انکار کړی دی او ویلي یې دي "وروستی ځل چې ما د ښاغلي خاشقچي سره د لیک په واسطه تماس نیولی د ٢٠١٧ کال د اکتوبر په ٢٦ وو. ما هیڅکله د هغه سره تیلیفوني خبرې ندي کړي او مطمینا هیڅ کله مې ندي ورته ویلي چې ترکیې ته دې د کوم دلیل لپاره لاړ شي. زه د امریکا له حکومت غواړم چې که ددغې ادعا په اړه کوم شواهد لري څرگند دې کړي."

د امریکا بندیزونه

سعودي چارواکي وایي د خاشقجي وژنه تصادفي وه او زیاتوي چې چارواکو له خاشقچي غوښتل چې بیرته سعودي عربستان ته لاړ شي.

ترکي مقامات بیا وایي چې دغه وژنه عمدي وه او پر سعودي عربستان فشار راوړي چې تورن کسان دې په ترکیه کې محاکمه شي.

د جمهور رئیس دونالد ټرمپ حکومت په روانه اونۍ کې په ١٧ سعودي چارواکو باندې چې پدغه وژنه کې یې رول لوبولی بندیزونه ولگول. د امریکا د کانگرس یو شمیر غړو له سپینې ماڼۍ غوښتي چې پر سعودي عربستان باندې د وسلو د نه خرڅلاو په گډون پدې اړه نور اقدامات هم وکړي.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي چې د سعودي حکومت هڅه کړې چې د ښاغلي خاشقچي وژنه پټه کړي او د هغه په وینا دا په تاریخ تر ټولو بده پټونه وه. خو ښاغلي ټرمپ پر سعودي باندې د وسلو د خرڅلاو د راکمولو د غوښتنې په وړاندې مقاومت کړی دی.

له بلې خوا د سعودي عربستان د ژورنالیست جمال خاشقچي د مړي پته لا نه ده موندل شوې، خو د هغه خپلوانو او دوستانو د جمعې په ورځ په ترکیې او سعودي عربستان کې د هغه غیابي جنازه وکړه.