له افغانستان نه پر امریکا د داعش د "مستقیم برید" خبرداری

همدا څو ورځې مخکې ولسمشر غني د شینوارو ولسوالۍ له داعش څخه پاکې اعلان کړې

یو امریکايي چارواکي خبرداری ورکړی چې داعش ډله له افغانستان څخه پر امریکا د "مخامخ برید" د ظرفیت پیدا کولو هلې ځلې کوي.

دغه چارواکي ویلي دي چې د داعش ډله دا مهال په متحدو ایالتونو کې په ټولنیزو رسنیو کې د خپل موجودیت او شتوالي د زیاتولو په حال کې دی.

د امریکا دغه استخباراتي چارواکي چې نوم یې اخیستل شوی نه دی، سي ان ان ته ویلي دي"هغوی (داعش) نژدې دي چې له افغانستان څخه پر امریکا د مستقیم برید ظرفیت پیدا کړي. "

نوموړی وايي د داعش ډله په امریکا کې د یو شمېر کسانو سره د اړیکو ټېنګولو کوښښ کوي چې په آینده کې ترې په متحدو ایالتونو کې په بریدونو کې کار واخلي.

په همدې حال کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل ویلي دي چې د اسلامي دولت ډله د امریکا لپاره یو ستر ګواښ دی.

هغه وايي "په افغانستان کې د اسلامي دولت سره تړلې داعش ډله په یو لوی ګواښ بدله شوې ده چې په امریکا د مستقیم بریدونو توان لري او دغه ډله په فعاله توګه د خپلو غړیو ټولنیزې رسنۍ په امریکا کې د اړیکو د پیدا کولو لپاره کاروي"

ښاغلي ووټل خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د داعش د ډلې فعالیتونو ته ډېر پام په کار دی. هغه وايي "دوی یو ډیر پېچلی او خط‏رناک ګواښ پېښوي چې پکار ده مونږ ورته متوجه وسو."

په افغانستان کې د اسلامي دولت ډله چې ځان د خراسان ډله بولې، په وروستیو څو کلونو کې یې فعالیتونه زیات شوي دي.

د امریکا د پوځي چارواکي دا څرګندونې په‌داسې وخت کې کړي دي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي په افغانستان کې د عسکرو په شمیر کم کړي او د طالبانو سره یې مسقیمې خبرې پیل کړي دي.

همدا څو ورځې مخکې ولسمشر غني د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ د داعش له ډلې پاکې اعلان کړې.