د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا له امریکا نه په افغانستان کې همغږي غواړي


جرمني سرتیري په مزارشریف کې
جرمني سرتیري په مزارشریف کې

واشنګټن د جګړې دختمولو لپاره له طالبانو سره خبرو ته زور ورکړی، اروپایان وايي دوي باید یوازې پاتي نشي.

پداسې حال کې چې امریکايي او طالب مرکچیان په قطر کې د افغانستان د جګړې د ختمولو پر لارو چارو غور کوي، یو شمیر اروپايي هیوادونه چې په افغانستان کې پوځیان لري وايي امریکا له طالبانو سره هر ډول جوړجاړی له دوې سره په سلامشوره وکړي.

د ناټو غړي اروپايي هیوادونو پوځیانو په تیرو څه باندې ۱۸ کلونو کې د امریکايي پوځیان سره اوږه په اوږه په افغانستان کې پوځي ماموریت ترسره کړې دی. دا مهال د بیلابیلو اروپايي هیوادونو شاوخوا اوه زره پوځيان په افغانستان کې د امریکا تر قومندې لاندې میشت دي.

د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې په لیکنه، په افغانستان کې د اروپایانو پوځي شتون د امریکا د پوځي شتون پورې تړلی دی. ځيني پدې اند چې ولسمشر دونالد ټرمپ له افغانستان نه د پوځیان د ایستلو هوډ لري او دغه کار، د افغان حکومت ترڅنګ، اروپایان هم اندیښمن کړي دي.

تیره اونۍ د جرمني صدراعظمې انگیلا مرکل وویل چې د دې حکومت له ډیرو هڅو وروسته جرمنیان پدې قانع کړل چې په افغانستان کې د جرمني ځواکونو شتون، د جرمني د امنیت په ګټه دی.

میرمن مرکل خبرداری ورکړی چې "نه غواړم یوه ورځ پوه شم چې مونږ هلته (افغانستان کې) ځانته پاته یو او ناچاره یو چې ووځو، ځکه زمونږ امکانات (ناټو او امریکا) ډیر سره تړلي دي."

جرمني اوس په افغانستان کې ١٣٠٠ سرتیري لري.

اروپایانو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د موافقې د کیدو دمخه د هغه هیواد نه د ځواکونو د ایستلو په اړه خبرداری ورکړ او وویل چې په افغانستان کې ترلاسه شوي پرمختګونه باید وساتل شي.

د اروپایي هیوادونو د دفاع وزیرانو له افغانستان نه د امریکایي سرتیرو د یو اړخیز ایستلو باندې په نیوکې ویلي چې "مونږ یوځای افغانستان ته تللي یو او او باید د راتلونکې په هکله یو ځای پریکړه وکړو."

XS
SM
MD
LG