سمرسېټ لوبډلې د امریکا د کرکټ د شل اوریزو سیالیو اتلولي‌ وکټله

US open cricket 2019

دسمرسېټ کوالیرز د کرکټ لوبډله د امریکا د متحدو ایالتونو د شل اوریزو لوبو (یو اس اوپن)د سیالیو اتله شوه.

سمرسېټ د یکشنبې په ورځ په پایلوبه کې د سلطان ملتان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا درېیم ځل و چې په امریکا کې دا سیالۍ کیږي. د یو اس اوپن لوبې د پنجنشبې په ورځ (دسمبر۱۹) پیل شوې او د یکشنبې په ورځ (دسمبر۲۳) ختمې شوې.

په دغو سیالیو کې ټولټال ۲۸ لوبډلو برخه لرله چې د امریکا د بېلابېلو ایالتونو څخه راغلې وې.

په هرې لوبډلې کې د ځینو امریکايي لوبغاړو سربېره د افغانستان، پاکستان،‌ ویسټ انډیز، سکاتلنډ او ځینو نورو هېوادونو د ملي لوبډلو لوبغاړو هم لوبه وکړه.

د دغو سیالیو د ګټلو ټوله جایزه ۱۰۰زره امریکايي ډالره وه.

افغان لوبغاړي په امریکا کې

په دغو سیالیو کې د افغان ځوانانو په نامه یوې لوبډلې هم برخه لرله، دا لوبډله د متحدو ایالتونو دکلفورنیا په ایالت له مېشتو افغان لوبغاړو څخه جوړه ده خو دا ځل په کې د افغانستان د ملي لوبډلې شپږو لوبغاړو هم برخه لرله.

حشمت الله شهیدي د دغې لوبډلې کپتان و،‌ افسر ځاځی یې ویکټ ساتونکی، نورالحق ملکزی او محب الله اوریا خیل یې منډه جوړوونکی او نواز خان او ضیا الرحمن اکبر یې بالران وو.

دوی درې لوبې وکړې چې دوې یې وګټلې او یوه یې وبایلله او د منډو د اوسط په اساس په خپل ګروپ کې درېیم شول او بلې مرحلې ته یې لار ونکړه.

خو افغان لوبغاړي‌ خوښ وو چې لږ تر لږه یې په امریکا کې له ځینو مېشتو افغان لوبغاړو سره خپلې نړیوالې تجربې شریکې کړې.

د افغانستان د ملي لوبډلې غړي حشمت الله شهیدي‌ امریکا غږ ته وویل چې په دغه لیګ کې ګډون او له ځینو امریکا مېشتو افغان لوبغاړو سره یې لوبه هم ښه تجربه وه.