امریکا غواړي اوکراین ته پیټریټ مزایل ورکړي - رسنۍ

امریکایي رسنیو د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) راپور ورکړ چې پنټاګون اوکراین ته د پیټریټ مزایلو د ورکړي د پلان په نهایي کولو کار کوي، هغه سیستم چې کولی شي په اوکراین توغول کېدونکي مزایل نسکور کړي.

امریکایي چارواکو نیویارک ټایمز او سي ان ان ته ویلي، په داسې حال کې چې روسیې د اوکراین پر بنسټونو د مزایلو بریدونه ډیر کړي، کیدای شي د ولسمشر بایډن حکومت روانه اوونۍ د یاد سیستم د ورکړي اعلان وکړي.

د اوکراین هوایي دفاعي سیستم د روسیې د یرغل پرمهال مهم رول لوبولی دی خو دا چې مسکو په ځمکنۍ جګړه سیمې له لاسه ورکړي او بیا یې د اوکراین د انرژۍ پر بنسټونو بریدونه ډیر کړل، کیف له نورو هیوادونو په خاص دول له متحدو ایالتونو څخه د پیټریټ مزایلو د سیستم غوښتنه کړې ده.

د امریکا پوځ د پیټریټ مزایلو سیستم چې رادار، د کنټرول مرکز، د برېښنا د تولید وسایل، او تر اتو پورې د توغول کیدو امکانات لري "تر ټولو پرمختللی هوایي دفاعي سیستم بللی دی."

په داسې حال کې چې د نورو سیستمونو لپاره څه باندې لس پرسونل پکار دي خو دا سیستم کیدای شي یوازې د دریو کسانو له خوا په جګړه کې وکارول شي.

د امریکا د پوځ د پیټریټ لومړۍ قطعه په ۱۹۸۲ میلادي کال کې رامنځ ته شوه، خو دا سیستم تر ۱۹۹۱ میلادي کال پورې پر کویټ د عراق له برید مخکې نه وو کارول شوی.

د اړوندو مسولینو په وینا، پیټریټ سیستم د ۲۰۱۵ کال راهیسې په جګړه کې څه باندې ۱۵۰ مزایل شنډ کړي او څه باندې ۳۰۰۰ ځمکني او ۱۴۰۰ هوایي ازمایښتونه یې کړي دي.

کله چې روسیې په فبروري میاشت کې پر اوکراین برید وکړ، د اوکراین هوایي دفاعي سیستم تر ډیره د پخواني شوروي اتحاد د وخت پر الوتکو او مزایلو ولاړ وو او کیف وکړای شول له هغو څخه په موثره توګه د مسکو د هوایي قدرت په وړاندې کار واخلي.

خو له هغه وروسته د اوکراین هوایي دفاعي سیستم د پام وړ ښه شوی ځکه متحدو ایالتونو د NASAMS او جرمني دIRIS-T پرمختللي‌ هوایي دفاعي سیستمونه ورکړي دي.

ددې تر څنګ اوکراین ته د S-300 او HAWK سیستمونو او ستینګر مزایلو په ګدون پخواني تجهیزاتو او وسایل هم ورکړل شوي دي.

ددې راپور په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی