د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پنځه روسان او دوه امریکایان روسیې ته په قاچاق تورن کړل


د متحدو ایالتونو عدلیې وزارت د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) پنځه روسان او دوه امریکایان د استونیا له لارې روسیې ته د الکترونیکي قطعاتو او نښه وېشتونکو [سنایپر] ټوپکونو د مرمیو په لیږد کې د لاس لرلو له امله تورن کړل.

دغو اوو کسانو حد اقل د ۲۰۱۷ کال راهیسې د دوو روسي سرنیا انجینرینګ او سرټال کمپنیو له لارې چې دواړه د امریکا د بندیزونو په تور لست کې دي، فعالیت کاوه.

د امریکا د عدلېې وزارت په وینا، دغو دوو کمپنیو د "روسیې د استخباراتو په لارښونه" کار کاوه چې د روسیې پوځ، ساینسي او صنعتي برخو ته پرمختللي الکترونیکي او ازمایښتي وسایل ترلاسه کړي.

یاد وزارت زیاته کړې ده چې یو شمیر دغه وسایل، په کوانتومي محاسباتو، د هایپرسونیک او اټومي وسلو په پراختیا او نورو نظامي او فضایي برخو کې ګټور دي.

دغې ډلې په نیویارک کې د دوو میشتو امریکایانو په مرسته په پټه د څو بانکي اکونټونو له لارې خریدارۍ کولې او بیا یې ترلاسه شوي توکي د مختلفو کمپنیو له لارې استول.

د نیویارک د بروکلین محکمې له خوا د لګیدلو تورونو له مخې، دغه توکي د استونیا، فنلنډ، جرمني او هانګ کانګ له لارې، استول شوي دي.

که څه هم پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، په مارچ میاشت کې پر دغو کمپنیو او یو تورن کس بندیزونه ولګیدل خو د هغوی فعالیت دوام درلود.

په اکتوبر میاشت کې د وادیم کونوشنیچوک په نامه یو تورن روسی چې د یاد هیواد د استخباراتو د افسر شک هم پری دی، هغه مهال په استونیا کې ودرول شو چې غوښتل یې د سرحد څخه په تیریدو، روسیې ته ۳۵ ډوله الکترونیکي وسایل او په زرګونه د سنایپر امریکایي مرمۍ ولیږدوي.

د رسمي لګیدلو تورونو له مخې، نوموړی په نومبر میاشت کې هم د سنایپر مرمیو په ګدون د ۲۰ صندوقه امریکایي مرمیو د لیږد پرمهال ونیول شو.

دغه اوه کسان د درغلیو، توطئې، قاچاق، د تورو پیسو د سپینولو او د بندیزونو څخه د سرغړونې له ۱۶ مواردو سره مخ دي.

یو روسی د سه شنبې په ورځ ونیول شو او دویم تن خپله ځان چارواکو ته وسپاره.

کونوشنیچوک د ډسمبر په ۶ مه نیټه د امریکا په غوښتنه د استونیایي چارواکو له خوا ونیول شو او اوس متحدو ایالتونو ته د سپارل کیدو سره مخ دی.

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت ویلي دي چې څلور نور کسان لا تر اوسه نیول شوي ندي.

ددې خبر په جوړیدو کې د فرانسې خبري اژانس له موادو کار اخیستل شوی دی

XS
SM
MD
LG