د امریکا انتخابات؛ د ټرمپ او بایډن د مناظرې نېټه معلومه شوه

د سپتمبر په ۲۹ به د دونالډ ټرمپ او جو بایډن ترمنځ لومړۍ رسمي انتخاباتي‌ مناظره کیږي

د امریکا د متحدو ایالتونو د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست د انتخاباتو د دوو کاندیدانو دونالډ ټرمپ‌ او جو بایډن ترمنځ‌ د رسمي مناظرې ورځ وټاکل شوه.

مناظره به د سپتمبر په ۲۹ کیږي او دا به د دغو انتخاباتو د کاندیدانو ترمنځ لومړۍ رسمي مناظره وي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند برحاله ولسمشر دونالډ ټرمپ او دموکرات ګوند د مخکني ولسمشر بارک اوباما مرستیال جوبایډن د ۲۰۲۰ د جمهوري ریاست انتخاباتو ته خپل کاندیدان ټاکلي دي.

د تکزاس په ایالت کې د عامه اړیکو یوه متخصصه جینفر مېرسیکا وايي چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ دا مناظره به ډېره حساسه او پر یو بل له انتقادونو ډکه وي.

په مناظرې کې کاندیدانو ته دا وخت ورکول کیږي چې دوی د خپلو لاس ته راوړنو او په خاص ډول د خپلو څلور کلنو پلانونو په اړه پوښتنو ته ځوابونه ووايي او په اړه یې وضاحت ورکړي.

په امریکا کې د جمهوري ریاست لومړۍ رسمي مناظره په ۱۹۶۰ کې وشوه. په مناظرې کې یو کوربه له دواړو کاندیانو څخه پوښتنې کوي او هغوی ته مشخص وخت ورکول کیږي‌ چې ځواب ووايي.

په ۲۰۱۶ کې د دونالډ ټرمپ او هیلري کلنټن ترمنځ لومړۍ مناظره ۸۴ میلیون امریکایانو لېدلې وه.

ویل کیږي چې د ۲۰۲۰ انتخاباتو د مناظرې لیدونکي به تر ۲۰۱۶ هم خورا زیات وي.

سره له دې چې ډېرو رایه ورکوونکو وار د مخه دا پرېکړه کړې وي چې کوم کاندید ته رایه ورکړي، خو مناظره رایه ورکوونکو ته نوره هم لاره هواروي چې کوم کاندید غوره کړي.

په امریکا کې د «پیو» تحقیقاتي مرکز وايي‌ چې په ۲۰۱۶ کې له مناظرې وروسته ۱۰سلنه امریکایانو ویلي وو چې له مناظرې وروسته یې پرېکړه کړې وه چې کومو کاندیدانو ته رایه ورکړي.

د امریکا د ولسمشر ټاکنې د نومبر په درېیمه کیږي.