امریکا بیرته د یونسکو سازمان سره یوځای شوه 

د متحده ایالاتو لومړۍ میرمنې جیل بایډن په پاریس کې یونسکو ته د وینا پر وخت

د متحده ایالاتو لومړۍ میرمنې جیل بایډن د سه شنبې په ورځ جولای ۲۵ (زمري ۳) د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) سره د امریکا د بیرته یوځای کیدو په مراسمو کې برخه واخیستله.

د یونسکو غړیتوب ترلاسه کول د واشنګټن له خوا هغو اندیښنو ته ځواب دی چې وایي پدې سازمان کې یې نشتون چین ته اجازه ورکړه چې د مصنوعي استخباراتو او د تکنالوژۍ د زده کړو په برخه کې رهبري کوونکی رول ولوبوي.

د امریکا لومړۍ میرمنې جیل بایډن د سه شنبې په ورځ جولای ۲۵ د فرانسې په پلازمینه پاریس کې پداسې حال کې چې د امریکا بیرغ ددې سازمان د ۱۹۳ غړو هیوادونو د بیرغونو ترڅنګ اوچت کیده وویل: "زه ویاړم چې نن له تاسو سره پداسې حال یوځای شوم چې موږ د متحده ایالاتو بیرغ، د نړیوالې همکارۍ او سولې د ژمنتیا د سمبول په توګه پورته کوو."

مېرمن بایډن زیاته کړه: "متحده ایالات ویاړي چې د یونسکو د غړي هیواد په توګه شاملیږي. [د یونسکو] محترمې رئیسې، تاسو د دې هدف په ترلاسه کولو کې زموږ سره د مرستې لپاره اوږد او سخت کار کړی دی."

د یونسکو څخه د متحده ایالاتو د وتلو ریښې ۲۰۱۱ کال ته رسیږي، کله چې د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان فلسطین ته د یو دولت په توګه بشپړ غړیتوب ورکړ.

فلسطین د ملګرو ملتونو رسمي غړی هیواد ندی. دا کار د دې لامل شو چې د اوباما اداره د یونیسکو لپاره د متحده ایالاتو مالي مرستې کنګل کړي؛ کومې مرستې چې ددې سازمان د بودیجې شاوخوا پنځمه برخه جوړوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۷ کې، له یونسکو څخه د وتلو د پروسې د بشپړولو د دلیلونو لپاره ویلي وو، "د یونیسکو وروسته پاتې والی او په کې د اسرائیل ضد تعصب دوام، پدې سازمان کې د بنسټیزو اصلاحاتو اړتیا پډاګه کوي."

د بایډن اداره اوس د ۶۱۹ میلیون ډالرو پور سره مخ ده. د بایډن ادارې د ۲۰۲۴ کال بودیجې کې د ۱۵۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې.

یونیسکو په ټوله نړۍ کې ۱۱۵۷ ملکیتونه د لوی فرهنګي اهمیت او ارزښت په توګه په ګوته کړي دي چې په کې د بیت لحم لرغونی ښار، چې په تخنیکي توګه په اسرائیل کې دی، خو د یونیسکو لخوا داسې طبقه بندي شوی چې په فلسطین کی دی.

د امریکا د یهودانو یوې مهمې کمیټې امریکا غږ ته وویل چې دوی د یونسکو له خوا د یهودي کلتور او یهودي دولت د نه پیژندلو په اړه د اندیښنې سره سره، یونسکو د بیا شاملیدو په اړه د متحده ایالاتو د پریکړې ملاتړ کوي.