پاکستان ته د امریکا بل خبرداری: د دینې ازادۍ نه سرغړونه مه کوئ

په پاکستان کې د احمدیه مذهبي ډلې پر یو جومات باندې برید

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دیني ازادۍ نه د "جدي سرغړونو" په خاطر پاکستان د هغو هیوادونو په لست کې شامل کړی چې باید تر ځانگړې څارنې لاندې وي.

په پاکستان کې دیني او مذهبي اقلیتونه اکثر د افراطي ډلو له لورې چې د امنیتي او استخباراتي ادارو سره نژدې اړیکې لري، گواښل کیږي.

لږ تر لږه ٩ مسیحیان تیره میاشت په بلوچشتان کې پر یوې کلیساه باندې د ناپژاندو وسله والو په برید کې ووژل شول. پر یو بله جلا حمله کې چې په خیبرپوښتونخوا ایالت کې د تیر کال د مارچ په ٣١ د شیعه مذهبو پر یو جومات باندې وشوه، ٢۴ تنه لمونځ کوونکي ووژل شول.

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت همداشان پر پاکستان باندې د ترهگرۍ ضد مبارزې کې د رښتینې همکارۍ د نه کولو په وجه انتقادونه کړي دي. د امریکا جمهور رئیس ویلي دي چې پاکستان د امریکا نه د میلیاردونو ډالرو مرستې د ترلاسه کولو سره سره هغو ترهگرو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې جنگیږي. خو پاکستاني مقاماتو دغه نیوکې بې بنسټه او ناسمې بللې دي.

نور هیوادونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سربیره سوریه، روسیه، د جنوبي افریقا جمهوریت، نایجریا، او ویتنام هم د دیني ازادۍ له نظره د هغو هیوادونو په لست کې شامل کړي چې ورته "د ځانگړې اندیښنې وړ هیوادونه" ویل کیږي.

میانمار، ایران، چین، تاجیکستان، سعودي عربستان، ترکمنستان، اوزبیکستان، سوډان، اریتیریا او شمالي کوریا یو ځل بیا د تیرو کلونو په څیر د هغو هیوادونو په فهرست کې راغلي چې د یني ازادۍ له درکه "د ځانگړې اندیښنې وړ" هیوادونه حساب شوي دي.

افغانستان په دې رپوټ کې په دوهمه درجه او د هغو هیوادونو په لست کې راغلی چې د دیني ازادۍ جدي سرغړونه په کې شته، خو نه په هغه اندازه چې د "ځنگړې اندیښنې وړ هیوادونو یا CPC" معیار بشپړ کړي.

هند، ترکیه، آذربایجان، بحرین، کیوبا، مصر، اندونیزیا، عراق، قزاقستان، لاووس او مالیزیا هم د دیني ازادیو له درکه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې د افغانستان سره هم ردیف دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ١٩٩٩ کال راهیسې هر کال د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د دیني ازادیو په اړه ددې هیواد کانگرس ته رپوټ ورکوي.

د ٢٠٠٢ کال راهیسې د نړۍ د دیني ازادۍ د څارنې په اړه د امریکا د متحده ایالاتو کمیسیون

غوښتي چې پاکستان د دیني ازادۍ له کبله د "ځانگړې اندیښنې وړ هیوادونو" له ډلې نه وگڼل شي.

د پیو تحقیقاتي مرکز هم تیر کال رپوټ ورکړی و چې پاکستان د کلونو راهیسې د یو شمیر محدودو هیوادونو په ډله کې راغلی چې د دیني اقلیتونو پر وړاندې یې تر ټولو زیات سخت چلند ته اجازه ورکړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي "د دیني ازادۍ څارنه د سولې، ثبات او سوکالۍ" لپاره اړینه ده.