د متحده ایالاتو حکومت وروسته تر هغه په سوریه کې د یاغیانو د مشر پر سر د ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو انعام لیرې کولو پریکړه وکړله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړي پلاوي په دمشق کې ورسره وکتل.
د منځني ختیځ لپاره د واشنګټن ځانګړې استازې باربرا لیف جمعه ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۳۰) د سوریې په پایتخت دمشق کې د یاغیانو د مشر احمد الشرع سره وکتل.
دا په سوریه کې د کورنۍ جګړې پیل کیدو وروسته لومړی ځل دی چې د متحده ایالاتو یو جګپوړی پلاوی دمشق ته ځي.
میرمن لیف د ملاقات څخه وروسته په خبري کنفرانس کې وویل، " زمونږ د خبرو پر اساس، ما ورته وویل چې د عدالت لپاره انعام نه تعقیبوو".
د هئیت تحریر الشام ډله چې ترکیه یې تر شا ولاړه ده، د روانې ډسمبر میاشتې په ۸ مې یې د بشارالاسد حکومت ړنګ کړ او واک یې تر لاسه کړ. دې ډلې پخوا د القاعده شبکې سره تړا درلود او له همدې کبله امریکا پرې بندیزونه ولګول.
میرمن لیف وویل چې د یاغیانو مشر د دې پیغام هرکلی وکړ خو زیاته یې کړه چې "مونږ به پرمختګ یوازې په خبرو نه بلکې د اصولو او کړنو پر اساس کوو".
د یاغیانو مشرانو بیا ددې ملاقات څخه وروسته ویلي چې غواړي د سیمې سولې سره مرسته وکړي.
په اعلامیې کې راغلي، " د سوریې ولس په سیمې کې د ټولو اړخونو او هیوادونو سره په عین فاصله کې ولاړ دي. سوریه هر ډول نفاق ردوي".
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دې چارواکې همدارنګه وویل چې د سوریې نوي مشر سره یې پدې هکله هم خبرې کړي چې ډاډ ورکړي چې له سوریې څخه متحده ایالاتو او په سیمې کې متحدینو ته یې خطر پیښ نشي او دا چې ښاغلي الشرع پدې برخې کې ژمنه وکړله.
میرمن لیف د یاغیانو په مشر باندې د بندیزونو لیرې کولو جزیات په ډاګه نکړل. له متحده ایالاتو وړاندې، د فرانسې او بریتانيې استازو د هیئت تحریر الشام له مشرتابه سره اړیکې نیولي دي.
د دسمبر په اتمه د حکومت مخالفو باغیانو د بشارالاسد حکومت نسکور کړ او د ۱۳ کلونو کورنۍ جګړې وروسته یې اسد له هېواد څخه تیښتې ته مجبور کړ.
یاغیانو د دریو میاشتو دپاره سرپرست حکومت جوړ کړی دی چې مشري يې محمد البشیر کوي. هغه له دې وړاندې د ادلب ښار د انتظاميې مشر و.
واشنګټن په ۲۰۱۳ کې د الشرع نوم له القاعدې سره د تړاو په تور د ترهګرو په لست کې شامل کړ.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیالانو د بشارالاسد حکومت ړنګېدل د سوریې د ولس د پاره چې د لسیزو راهسې یې د هغه د جابرانه حکومت لاندې ژوند کړی، یو تاریخي فرصت بللی، خو دا خبرداری يې هم ورکړی چې سوریه د خطراتو او ناڅرګند وضعیت له یوې دورې سره مخامخ ده.
واشنګټن په دې اړه اندېښنه لري چې داعش ښايي له دې فرصت څخه ګټه واخلي او بیا سر راپورته کړي. واشنګټن د سوریې په شمال ختیځ کې د ترکيې او د امریکا د ملاتړ لرونکو ډلو ترمنځ د جګړې پای ته رسېدل غواړي.