امریکا د مصر لرغوني آثار بیرته هغه هیواد ته ستانه کړل

چارواکو په نیویارک کې د چهار شنبې په ورځ سپټمبر اومه (وږي ۱۶) مصر ته د ۱۶ قلمه لرغونو آثارو د بیرته ستنولو اعلان وکړ.

په دې آثارو کې پنځه قلمه هغه اثرونه هم شامل وو چې د نیویارک د میتروپولین هنري موزیم څخه د هنري آثارو د قاچاق د نړیوالو تحقیقاتو په نتیجه کې ترلاسه شوي‌ وو.

د نیویارک د منهاټن ناحیې څارنوال الوین براګ وویل، دغو ۱۶ قلمه هنري آثارو څه باندې ۱۶ میلیونه ډالره ارزښت درلود. نوموړي په داسې حال کې دغه څرګندونې وکړې چې تر دې یوه ورځ مخکې یې ایټالیا ته هم د ۵۸ قلمه هنري آثار د استولو خبر ورکړی وو.

براګ په یوې بیانیه کې وویل‌:" د نن ورځې ستنیدل د لرغونو آثار د قاچاق وړونکو شبکو پراخوالی او نفوذ ښکاره کوي."

د دغو ۱۶ قلمه هنري آثار څخه نهه اثره د هنري آثارو د مینه وال ، میلیاردر مایکل سټاینهارت وو کوم چې براګ د نړۍ د هنري آثارو تر ټولو ستره مجموعه بیان کړه.

امریکایي چارواکو په ۲۰۲۱ میلادي کال کې پر سټاینهارت فشار واچاوه چې ۱۸۰ قلمه هغه غلا شوي هنري آثار چې ارزښت یې ۷۰ میلیونه ډالره کیده، بیرته ستانه کړي.

په هغه وخت کې د شوي توافق له مخې، ښاغلی مایکل سټاینهارت له زنداني کیدو څخه معاف شو خو په قانوني مارکیټونو کې د ټول عمر لپاره د هنري‌ آثارو له اخیستلو څخه بې برخې شو.

په مې او جون میاشتو کې هم د امریکايي او فرانسوي چارواکو د مشترکو تحقیقاتو په نتیجه کې پنځه قلمه هنري آثار چې ارزښت یې ۳.۱ میلیون ډالره کیږي، ترلاسه شول.

براګ وویل، دغه پنځه قلمه هنري آثار د مصر د لرغونو آثارو له محلاتو غلا شوي‌ و چې بیا د جرمني یا هالنډ له لارې فرانسې ته قاچاق شوي ‌وو او له هغه ځایه پلورل شوي وو.