امریکا د پاکستان لسګونه قاچاق شوي لرغوني اثار بېرته ستانه کړل

لرغونې مجسمه

په امریکا کې چارواکي وايي د پاکستان شاوخوا ۱۰۰ لرغوني قاچاق شوي اثار یې بېرته هغه هېواد ته ستانه کړل دي.

د نیویارک څارنوال د پنجشنبې په ورځ نومبر لسمه (عقرب۱۹) اعلان وکړ چې دا اثار د منهاټن پخواني هندي الاصله امریکايي قاچاق کوونکي سبهاش کپور قاچاق کړي وو.

ښاغلی کپور تېره اونۍ په هند کې د یو شمېر لرغونیو مذهبي بوتانو د غلا او قاچاقو په تور په ۱۳ کلونو بند محکوم شو. وايي دا اثار یې په منهاټن کې خپل کور ته انتقال کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې امریکایي مقاماتو ته هم ښاغلی کپور یو مطلوب کس او د «غلا شوي بت» په نامه د متحدو ایالتونو د فدرال د تحقیقاتو لویه موضوع ده.

د نیویارک د منهاټن ولسوالۍ څارنوالۍ ښاغلی کپور په ۲۰۲۰ کال کې تورن کړ او له هند څخه یې د هغه د استرداد غوښتنه وکړه.

څارنوال الوین براګ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې اسلام اباد ته یې ۱۹۲ لرغوني اثار، چې قیمت یې ۳.۴ میلیون ډالرو ته رسیږي، ستانه کړي دي. ښاغلي براګ په اعلامیې کې دا خبره هم کړې ده چې د دغو اثارو ۱۸۷ یې د ښاغلي کپور څخه د تحقیقاتو سره په تړاو نیول شوي دي.

په ستنول شویو اثارو کې د ګندهارا مجسمه هم شامله ده چې د بودا د «میتریا» او مهرګر مجسمې په کې انځور شوي دي. د دغو مجسمو لرغونونتوب د ۲۶۰۰-۳۵۰۰ قبل المیلاد کلونو ته ورګرځي.

ښاغلي کپور د «ماضي هنر» په نامه په میدیسن کې په خپلې ګالرۍ کې دا قاچاق شوي اثار خرڅ کړي وو.

د څارنوال براګ دفتر وايي چې له ۲۰۱۱ کال راپدیخوا یې څه باندې ۲۵۰۰ لرغوني اثار، چې ارزښت یې ۱۴۳ میلیون ډالرو ته رسېږي، ترلاسه کړي‌. وايي دا اثار د ښاغلي کپور اوملګرو له لوري یې قاچاق شوي‌ وو.

د مارچ په میاشت کې استرالیا هم ۱۳ لرغوني اثار چې له کپور سره تړلي وو، هند ته ستانه کړل.