امریکا ته د روسیې گواښ

کرملین د دوشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالات ته خبرداری ورکړ چې که امریکا د سړې جگړې د وسلو د کنترول له تړون څخه ووځي او د نویو میزایلو جوړول پیل کړي روسیه به متقابل عمل وکړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو دغه اقدام به "نړۍ نوره هم یو خطرناک" ځای کړي او روسیه مجبوره ده چې ورته اقدام وکړي تر څو د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ پوځي ځواک انډول شي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د شنبې په ورځ وویل چې هغه د روسیې سره د متوسط واټن ویشتونکو اټومي وسلو له ټرون نه وځي، ځکه روسیې ددغه تړون نه سرغړونه کړې.

د ښاغلي پسکوف په وینا د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، په وار وار ویلي چې ددغه تړون له منځه تلل به مسکو دې ته اړ کړي چې د هیواد د امنیت په خاطر ورته اقدامات وکړي.

ښاغلي پیسکوف د جمهور رئیس ټرمپ د څرگندونو ته په غبرگون کې وویل "ددې معنی داده چې متحده ایالات نه غواړي څه پټ کړي بلکه په ډاگه وایي چې دغه سیستم ته په راتلونکې کې وده ورکوي او که دغه ډول سیستم ته وده ورکړل شي پداسې حالت کې "روسیه ناچاره ده چې ورته اقدام وکړي او د قدرت انډول رامنځ ته کړي".

ښاغلی ټرمپ د شنبې په ورځ وویل چې روسیې له دې تړون نه چې په ١٩٨٧ کې لاس لیک شوی په وار وار سرغړونه کړې، خو ښاغلي ټرمپ د روسیې د سرغړونو په هکله جزییات ورنکړل هغه زیاته کړه چې "مونږ به نور هغوی ته [روسي مقاماتو] ته اجازه ورنکړو چې د اټومي تړون نه سرغړونه وکړي."

جمهور رئیس ټرمپ ددغه تړون نه د وتلو خبره پداسې حال کې کړې چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن مسکو ته رسیدلی چې د روسي مقاماتو سره خبرې وکړي.

دغه تړون په ١٩٨٧ کال کې د امریکا د پخواني جمهور رئیس رونالد ریگن او د پخواني شوروي اتحاد د جمهور رئیس گرباچف ترمنځ لاس لیک شوی وه. دا تړون له دواړو هیوادونو غواړي چې لنډ او متوسط واټن ویشتونکي میزایل چې اټومي وسلې لیږدولای شي له منځه یوسي او پدې توگه به د تسلیحاتي مسابقې امکان هم له منځه لاړ شي.