د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې صدراعظم واشنگټن ته ویلي چې په بانکونو مو کار مه لره


د روسیې د صدراعظم دیمتري مډویډوف
د روسیې د صدراعظم دیمتري مډویډوف

د روسیې صدراعظم واشنگټن ته خبرداری ورکړی چې پر بانکونو مو کار مه لرئ او که داسې وکړئ نو هغه به د اقتصادي جگړې په معنی وي.

روسیې د جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړ چې د روسیې په بانکونو د فشار راوړلو لپاره د امریکا هر ډول فعالیت به د اقتصادي جگړې په توگه وگڼي او پر وړاندې به یې ورته اقدام وکړي.

د روسیې د صدراعظم دیمتري مډویډوف له لورې خبرداری د روسیې هغه اندیښنه په ډاگه کوي چې د امریکا نوي بندیزونه یې د روبل په گډون د هغه هیواد په اقتصاد او پانگو اچوي. روبل په روانه اونۍ شپږ فیصده خپل ارزښت بایللی دی.

روسي اقتصاد پوهان اټکل کوي چې د هیواد اقتصاد به یې په روان کال کې ١،٨ فیصده وده وکړي. خو که د امریکا د کانگرس او د بهرنیو چارو وزارت له لورې پیشنهاد شوي نوي بندیزونه په بشپړه توگه عملي شي، یو شمیر اقتصاد پوهان یې اندیښمن کړي چې کیدای د اقتصاد وده یې د صفر سره برابره شي.

د مسکو ستراتیژي چې د امریکا د جمهور رئیس دونالډ ټرمپ سره په نږدې کیدو سره غواړي د متحده ایالاتو سره خپلې اړیکې بهترې کړي وروسته له هغې په شا وتمبول شوه چې تیره اونۍ د امریکا د کانگرس غړو پر روسیې باندې د نویو بندیزونو هڅه پیل کړه، ځکه دوی اندیښمن دي چې ټرمپ د روسیې په وړاندې ډیر نرم چلند لري.

د کانگرس دا کار ددې سبب شو چې د امریکا د کانگرس د منځمهاله انتخاباتو دمخه ټرمپ د روسیې پر وړاندې جدي موقف ونیسي. د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت پر روسیې نوي بندیزونه اعلان کړل چې په نتیجه کې د روبل ارزښت په تیرو دوو کلونو کې تر بل هر وخت ټیټ شو او دا اندیښنه یې پیدا کړي چې روسیې د نه تمامیدونکو بندیزونو له لړۍ سره مخامخ ده.

د روسیې صدراعظم مډویډوف ویلي چې مسکو به د امریکا پر وړاندې اقتصادي، سیاسي او یا نور غچ اخیستونکي اقدامات وکړي که واشنگټن د روسیې بانکونه په نښه کړي. هغه زیاته کړه چې زمونږ امریکا ملگري باید دې خبرې ته پام وکړي.

د رویټرز خبري اژانس وایي په عمل کې ښایي روسیه ډیر لږ چانس ولري چې د امریکا اقتصاد او یا بازار ته زیان ورسوي.

د امریکا کانگرس د سپتامبر په میاشت کې بیرته کار پیل کوي او د کانگرس سلاکاران دا اټکل نکوي چې پر روسیې باندې نوي بندیزونه دې په کلي توگه ددې مجلس له خوا تصویب شي.

XS
SM
MD
LG