بلینکن: اسرائیل په رفح کې د ملکیانو خوندیتوب لپاره امریکا ته هیڅ پلان ندی ورکړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په رفح کې د اسرائیل پوځي عملیات به د ستونزې حل کولو پر ځای، ملکیانو ته ډیر تاوان ورسوي – داسې پلان چې امریکا او اسرائیل یې دواړه د حل کولو پلان غواړي او دا چې د حماس ډله بیا د غزې په تړانګې کې د حکومت کولو وړتیا ونلري.

پداسې حال کې چې د اسرائیل دفاعي ځواکونو د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې عملیاتو ته زور ورکړی، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایي اسرائیل پدې ښارګوټي کې د ملکیانو خوندیتوب په هکله د متحده ایالاتو سره اعتباري پلان ندی ورکړی.

انټوني بلینکن یکشنبه، مې ۱۲ ( غویي ۲۳مه) د ان بي سي تلویزیون سره په مرکې کې وویل چې په رفح کې د ملکیانو خوندیتوب لپاره د پلان نه شتون سربیره، د بې ځایه شویو فلسطینیانو لپاره د بشري مرستو رسولو لپاره هم پلان نشته.

بلینکن همدارنګه وویل چې په غزې کې د اسرائیل لخوا د پيل شوې جګړې پای ته رسیدو وروسته هم چې اوومه میاشته یې روانه ده، د وضعیت په هکله پلان نشته.

د متحده ایالاتو دې جګپوړي دپلومات په مرکې کې وویل: " یو بل څه چې مهم دي مونږ پدې هکله پلان نلرو چې په غزې کې د جګړې پای ته رسیدو وروسته به څه کیږي."

سره لدې چې اسرائیل هوډ څرګند کړی چې تر هغې به په غزې کې جګړه کوي چې د حماس ډله یې په بشپړه توګه له منځه نه وي وړې او ټول برمته شوي کسان یې نه وي خوشې کړي، خو د بهرنیو چارو وزیر وویل په رفح کې د اسرائېل دفاعي ځواکونو جدي عمل سربیره به "د حماس زرګونه وسله وال به پاتې وي."

ښاغلي بلینکن زیاته کړه چې د اسرائیل په شمال کې د خان یونس ښار په ګډون هم چې اسرائیل پاکې کړي، د حماس وسله وال بیرته ستانه شویدي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په رفح کې د اسرائیل پوځي عملیات به د ستونزې حل کولو پر ځای، ملکیانو ته ډیر تاوان ورسوي – داسې پلان چې امریکا او اسرائیل یې دواړه د حل کولو پلان غواړي او دا چې د حماس ډله بیا د غزې په تړانګې کې د حکومت کولو وړتیا ونلري.

متحده ایالات چې د حماس پر ضد جګړې کې اسرائیل ته عمده وسله برابرونکی دی، په وار وار یې خبرداری ورکړی چې په رفح ښارګوټي کې د اسرائیل بشپړ ځمکنی یرغل به د ملکیانو خوندیتوب لپاره د پلان پرته ناوړه عواقب ولري، خو د اسرائیل دفاعي ځواکونو پدې ښارګوټي درنه بمباري جاري ساتلې او محدودې ځمکنې بریدونه هم کوي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن اسرائیل ته د درنو وسلو لیږد ځنډولي، ځکه ویره لري چې په رفح کې په حملې کې به ترې کار واخیستل شي.

ښاغلي بایډن تیره اوونۍ دا هم ویلي و چې که اسرائیل په رفح کې بشپړ تعرضي عملیات وکړي، دې هیواد ته به د "تعرضي وسلو" استول وځنډوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د همدې تیرې جمعې په ورځ د امریکا کانګرس ته په یو راپور کې ویلي چې یوې پریکنده نتیجې ته ندي رسیدلي چې د امریکایي وسلو په کارولو سره اسرائیل د بشردوستانه قوانینو څخه سرغړونه کړې وي. خو دغه وسلې په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د نړیوال بشردوستانه قانون سره "په ټکر" کې کارول شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، اسرائیل چې په کال کې شاوخوا د درې میلیارده ډالرو په ارزښت امریکایي وسلې ترلاسه کوي، دا وسلې یې په داسې ډول کارولي چې د بشردوستانه قوانینو له معیارونو سره برابر ندي، خو متحده ایالات نه شي کولای "قطعې پایلو" ته ورسېږي.

په راپور کې راغلي، "په غزه کې د جګړې ماهیت د انفرادي کړنو په اړه ارزیابۍ او دقیقو موندنو ته لاسرسی ستونزمن کوي."

راپور وايي وروستۍ موندنې ښیي چې ددغو وسلو څخه د مناسبې ګټې اخیستنې په هکله د اسرائیل ضمانتونه "د اعتبار وړ او باوري" دي او دا امریکا ته اجازه ورکوي چې اسرائیل ته د وسلو رسولو ته دوام ورکړي.