د امریکا سنا له اوکراین سره د ۶۰ میلیارد ډالرو مرسته تصویب کړه

د متحدو ایالتونو د ګانګرس ماڼۍ

د متحدو ایالتونو سنا د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۳ (سلواغه ۲۴) له اوکراین سره د واشنګټن د ۶۰ میلیارد ډالرو مرسته تصویب کړه، خو ممکن د استازو خونه، چې اکثریت یې جمهوریت غوښتونکي دي، دا تصویب رد کړي.

دا ۶۰ میلیارد ډالر د اوکراین د پوځ سره د تجهیزاتو په برابرولو او د اوکراین د خلکو سره په نورو حیاتي برخو کې د مرستو لپاره په پام کې نیول شوي دي. اوکراین د ۲۰۲۲ کال راپدیخوا له روسیې سره په جګړه کې اخته دی.

کانګرس ته د سپینې ماڼۍ له لوري سپارل شوې طرحه ۹۵ میلیارد ډالر ده، چې په هغې کې له اسرائیل او تایوان سره مرستې هم شاملې دي، د اوکراین سره مرسته هم د دغې طرحې یوه عمده برخه ده.

تېره اوونۍ د امریکا سنا د متحدو ایالتونو د سرحدونو د امنیت، اسرائیل او اوکراین سره د مرستې یوه بله طرحه رد کړه او د جمهوریت غوښتونکو ګوند غړو ټېنګار کاوه چې په دې طرحې کې د امریکا په جنوبي سرحدونو کې د غیر قانوني تګ راتګ په اړه په سم ډول په پام کې نه دی شوی.

د استازو د خونې مشر مایک جانسن په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د خونې جمهوریت غوښتونکو د بحثونو په پيل کې دا مشخصه کړې وه چې د 'مکملې ملي طرحې' په ګډون هر ډول طرحه باید دا تشخیص کړي چې ملي امنیت زموږ له سرحدونو څخه پیل کېږي.»

د سرحدونو د امنیت په اړه د جانسن نظر د امریکا د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ له نظر سره ورته والی لري.

دونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال ټاکنو ته هم ولاړ دی، چې په سرحدونو باندې کلک څار او د ناقانونه تګ راتګ په اړه جدي اقدامات غواړي.

خو په نوې طرحې کې چې د استازو خونې ۷۰ غړو او د سنا ۱۰۰ غړو یې په اړه موافقې رایې ورکړې، د سرحدي امنیت د تدابیرو په اړه هېڅ ډول اصطلاح کارول شوې نه ده. تقریبآ ۲۰ جمهوریت غوښتونکو سناتورانو هم دا طرحه تائید کړې ده.

جانسن ویلي دي چې سره له دې چې د استازو خونې دا طرحه تائید کړې ده، د سنا غړي به «په خپلې ارادې» سر دا طرحه ردوي.

د دې راپور معلومات د فرانس پرس او اسوشیتډپرس څخه اخیستل شوي.