د امریکا سنا پوتین 'د جنګي مجرم' په توګه وغنده 

د امریکا استازي

د امریکا د سنا مجلس د یو پرېکړه لیک په تصویب او خپرولو سره د روسیې ولسمشر ولاديمیرپوتین «جنګي مجرم» بللی او هغه یې غندلی دی.

د جمهوریت غوښتونکو مخکښ غړي لندسي ګراهام دا پرېکړه لیک مجلس ته وړاندې کړ او د دواړو ګوندونو استازو تصویب کړ.

په پرېکړه لیک کې د جرمونو نړیواله محکمه او نور هېوادونه هڅول شوي چې په اوکراین د روسیې په یرغل کې د دغه هېواد د ځواکونو جنګي د جرمونو پلټنې وکړي.

د دموکرات ګوند غړي چک شومر تېر ماښام مارچ ۱۵ (کب۲۴) د دغه پرېکړه لیک په اړه وویل: «موږ ټول، جمهوریت غوښتونکي او دموکراتان راټول شوي‌ یو چې ووایو ولاديمیر پوتین باید د اوکراین خلکو سره د خپلو قساوتونو [دښمنۍ] له کبله له حساب او کتاب څخه ونشي تتښتېدلای.»

روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکراین یرغل پیل کړ. ملګري ملتونه وايي تر دې دمه څه باندې درې میلیون اوکراینیان له جګړې څخه تښتېدلي او د ماشومانو او ښځو په ګډون ۶۳۶ ولسي خلک وژل شوي دي.

روسیه دا یرغل «ځانګړي پوځي عملیات» بولي ادعا کوي چې د اوکراین اوسنی رژیم د امریکا لاسپوڅی دی.

روسیې لا د اوکراین کوم ښار بشپړ کنترول کړی ندی. اوکرایني چارواکي وايي زرګونه روسیې عسکر یې وژلي دي، خو روسیې تر دې دمه یوازې د ۴۹۸ عسکرو وژل کیدل تائید کړي دي.

امریکا او ناټو په اوکراین د روسیې یرغل غندلی دی او په مسکو یې قوي اقتصادي بندیزونه لګولي دي.