افغانستان کې د امریکا یو سرتېری ووژل شو

د ناټو ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت وايي چې دا عملیات د افغانستان په ختیځ کې و

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وايي چې د دغه هېواد په ختیځ کې د وسله والو خلاف نظامي عملیاتو کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی دی.

د بهرنیو ځواکونو اعلامیه وايي چې په عملیاتو کې یو شمېر نور امریکايي سرتېري ژوبل شوي هم دي، خو دقیق شمېر يې ښودلی شوی نه دی.

اعلامیه همدغه راز وايي چې له وسله والو ډلو سره په دغه جنګ کې یو شمېر افغان ځواکونه هم وژل شوي او ژوبل شوي دي، د هغوی ارقام هم معلوم نه دی.

وايي ژوبل شوي کسان د بګرام هوايي اډې ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي. د قربانیانو هویت ښودل شوی نه دی. او نه ویل شوي چې دا وسله وال څوک دي.

اعلامیه وايي عملیات د افغانستان په ختیځ کې وو، خو دقیق ځای نه دی ښودلی، مګر افغان او بهرني ځواکونه وخت ناوخت د ننګرهار د شینوارو په ولسوالیو کې د داعش او طالب وسله والو پر ضد عملیات کوي.

تراوسه افغان چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.