د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د ډرون برید اته داعشیان وژلي


اسلامي دولت یا داعش ډلې د افغان او امریکايي پوځي چارواکو دغو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی.
اسلامي دولت یا داعش ډلې د افغان او امریکايي پوځي چارواکو دغو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د ننګرهار ولایت کې د افغان پوځ د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چارواکي وايي، تیره شپه د دغه ولایت د هسکې مینې په ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د اسلامي دولت یا داعش اته وسله وال وژل شوي دي.

ختیځ زون کې د ملي اردو د سیلاب د قول اردو ویاند ‌‌‌‌‌‌ډګرمن شیرین اقا فقیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې برید تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ د اوغز سیمه کې امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید کړی، چې له امله یې د داعش د اته وسله والو د وژل کیدو سربیره د دغې ډلې یوه قرارګاه هم ویجاړه شوې ده.

تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکایي ځواکونو قوماندانۍ هم په هسکه مینه کې د بې پیلوټه الوتکې د برید په اړه رسنیو ته تراوسه خبر نه دی ورکړی، خو په افغانستان کې د قاطع ملاټړ ماموریت قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې، چې تیره شپه یې خپره کړې، د جوزجان د ولایت د درزاب ولسوالۍ د "مغل" په کلي کې اوړمه شپه د داعش د وسله والو پرخلاف د امریکایي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو خبر ورکړی دی.

په دغه اعلامیه کې د جنرال نیکولسن له خولې ویل شوي" مونږ هره ورځ د داعش پرخلاف عملیات ترسره کوو، هغوی د ننګرهار په جنوب کې وو، که چیرې نن تاسې هلته لاړ شئ، تاسو به یو شمیر کلي ووینئ، چې د دغې ډلې له شتون څخه پاک شوي. بې ځای شوي وګړي خپلو مینو ته راستنیږي او ماشومان ښوونځیو ته ستانه شوي دی".

جنرال نیکولسن ویلي، چې داعش په افغانستان کې ملاتړ نه لري او د همدې له امله د بهرنیانو پر ملاتړ اتکا کوي او په بهر کې مالي ملاتړ او تجهیزات ترلاسه کوي.

د جنرال نیکولسن پر وینا د اسلامي دولت یا داعش ډله د قومونو ترمنځ د خپل منځي اختلافاتو څخه ګټه پورته کوي او په دې توګه د لنډې مودې لپاره ځان ته د وسله والو سړو ملاتړ برابروي.

په افغانستان کې د ناټو دغه لوړ پوړې جنرال ویلي، چې د داعش د ډلې ډیر وسله وال "پاکستاني پښتانه" دي.

جنرال نیکولسن پر وینا د ازبکستان د اسلامې غورځنګ وسله وال د دغې ډلې دوهمه لویه برخه جوړوي.

جنرال نیکولسن ویلي " ممکن لس فیصده وسله وال به د نړۍ د مختلفو برخو څخه دغې ډلې په لیکو کې شتون ولري".

جنرال نیکولسن په دغه اعلامیه کې ویلي، امریکايي او افغان ځواکونه د د اسلامي دولت یا داعش د ډلې د ځپلو لپاره، چې په هر ځای کې وي لاړ شي او هیڅ تروریستي ډلې ته به په افغانستان د مصونو پناه ځایونو شتون ته اجازه ورنه کړي.

XS
SM
MD
LG