د امریکا په میامي ښار کې په یو وسله وال برید کې دوه تنه وژل شوي 

د امریکا په متحدو ایالتونو کې تېرکال د ډزو او بریدونو سره تړلو پېښو کې زرګونه کسان وژل شوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د فلورېډا د میامي‌ په ښار کې د سندرو د یو پروګرام څخه بهر په وسله وال برید کې دوه تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.

د ښار پولیس وایي‌ وسله وال په یو موټر کې راغلي وو. وايي درې تنه له موټر څخه له راښکته کېدو وروسته په راټولو شویو خلکو ډزې وکړې او بېرته په موټر کې وتښتېدل.

پېښه نن یکشنه مۍ ۳۰ (غبرګولي۹) د میامي «ګارډن» تجارتي‌ ودانۍ ته نژدې په یوې بلیارد خانې کې شوې ده. لا یې انګیزه معلومه نه ده.

پولیس وایي د ځینو زخمیانو حالت ښه نه دی. د ښار د پولیسو مشر الفریدو رامیریز په ټویټر کې دا وسله وال «ډارن»‌ برید غندلی دی او د عدالت پلي کولو ژمنه یې کړې ده.

په امریکا کې دا ډول وسله وال بریدونه وخت نا وخت کیږي او تازه پېښې یې د امریکا په انډیاناپولیس، کالیفورنیا او میامي کې وې چې لسګونه کسان په کې ووژل شول او ژوبل شول.

ولسمشر بایډن څه موده مخکې په خپلو خبرو کې دا ډول وسله وال بریدونه «ساري» او «نړیوال شرم» وبلل.

د امریکا د وسله وال خشونت د ارشیف د معلوماتو په اساس تېرکال په دغه هېواد کې د ډزو او وسله والو بریدونو سره تړلیو پېښو کې ۴۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي، چې ځان وژنې هم په کې دي.