ټرمپ عراق کې وژل شوي امریکايي سرتیري ته مډال ورکړ

په عراق کې وژل شوی امریکايي پوځي

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ ددې هیواد یوه وژل شوي پوځي ټراویس اټکینز ته ددې هیواد تر ټولو عالي نظامي مډال ورکړ.

دا مډال پرون د جمهور رئیس ټرمپ له خوا د هغه زوی او کورنۍ ته چې یو شمیر نورو پوځیانو هم برخه اخیستې وه ورکړل شو.

جمهور رئیس ټرمپ په دې مراسمو کې وویل د ۳۱ کلن پوځي ټراویس اټکینز نوم به د هغو زړورو امریکايي پوځیانو په ډله کې شامل شي چې د تل لپاره د امریکایانو په زړونو کې ځای لري.

ډانلډ ټرمپ وویل" هغه په دښمن ځان واچاوه او د یقیني مرګ په وړاندې یې خپلو نورو ملګرو ته ځان سپر کړ. ترهګر خپل ځانمرګي واسکټ والوزاوه او تراویس ووژل شو. هغه ونه تښتید.هغه د نورو پوځیانو د ساتلو لپاره خپل ځان قربان کړ."

دا پوځي اټکینز ټراویس نومیده او د امریکا د مونتانا ایالت وو. هغه د ۲۰۰۷ کال په جون کې هڅه وکړه چې خپل نور ملګري له یوه ځانمرګي برید څخه وژغوري.

هغه پر بریدګر ځان واچاوه او خپل درې ملګري یې وژغورل. د هغه یو شمیر پوځي ملګري چې په دې صحنه کې ورسره وو وايي دغه امریکايي پوځي له دوو ترهګرو سره مخ کیږي او له هغوی سره لاس په لاس جګړه کوي او یو یې په ځمکه را څملوي خو بریدګر خپلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړي او دا امریکايي پوځي وژل کیږي .

ټرېور آلیور د وژل شوي پوځي زوی چې د پلار د مرګ پرمهال یوازې د لسو کلونو وو وايي "هغه ډیر پیاوړی او زړه ور انسان و. هو، هغه ډیر ښه پلار او د یوه ښه عسکرغوره مثال و."

د اټکینز پلار جک اټکینز چې د ویتنام د جګړې یو پوځی دی وايي د هغه د دویم ماموریت مخکې یې ورڅخه وغوښتل چې نسبتا کم خطره ماموریت ته ځان بدل کړي. "هغه ماته غوږ ونه نیو. هغه وویل ، پلاره زه پیاده عسکر یم او زما ځای هلته دی ، ځکه د همدې لپاره روزل شوی یم."

د وژل شوي پوځي کورنۍ ته د مډال په پرتله هغه افتخار او درناوی چې د هغه د پوځي ملګرو له خوا ورکړل شوی خورا ارزښت لري. هغه درناوی چې دده ژوند، خدمت او د قرباني څرنګوالي ته شوی دی.