د امریکا او روسیې ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس وست او د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټامس ویسټ روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د هغه هیواد د ملي امنیت شورا د سلاکار له مرستیال سره کتلي دي.

نوموړي نن سه شنبه نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) په خپل ټویټر کې لیکلي چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د ګډو ګټو او له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د ژمنو عملي کولو په اړتیا خبرې کړي دي.

ښاغلي ویسټ زیاته کړې: "موږ په افغانستان کې د خپلو ګډو ګټو او له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو لخوا د شویو ژمنو د عملي کېدو په اړتیا خبرې کړي دي."

ټامس ویسټ‌ د زلمي خلیلزاد تر استعفا وروسته د تیري اکتوبر میاشتې پر ۱۸مه د افغان سولې په چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړی استازی وټاکل شو.

نوموړی دنده لري چې د افغانستان په اړه دپلوماتیکې هڅې رهبري کړي او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزوارت لوړپوړو چارواکو ته مشورې ورکړي.

دغه امریکايي دپلومات همدارنګه په کابل کې د امریکا د سفارت چارې چې اوس مهال د قطر مرکز دوحې ته انتقال شوی دی هم همغږې کوي تر څو په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو ګټې خوندي شي.

ښاغلي ویسټ د نومبر میاشتې په اوومه (لړم ۱۶) اروپايي او په ځانګړي ډول اسیايي هیوادونو ته خپل سفر پيل کړ. نوموړي تر خپل سفر مخکې ویلي و چې له خپلو متحدینو او د متحده ایالاتو له شریکانو سره به د افغانستان په اړه د وروسته اقداماتو په اړه خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې وه: "نړیواله ټولنه د دې لپاره چې د افغانستان په مسائلو کې ګټوره پاتې شي، باید یو ځای عمل وکړي."

تر دا مهاله معلومه نه ده چې د امریکا متحده ایالاتو او په کابل کې د طالبانو د حکومت ترمنځ دوهم پړاو مذاکرات به کله پیل شي، خو تر دې مخکې امریکايي چارواکو او د افغان سولې په چاروکي د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ویلي و چې واشنګټن له طالبانو سره د خبرو نوي پړاو لپاره په دوحه کې چمتووالي نیسي.