امریکا: ملي مسلم لیگ او کشمیر تح‏ریک د لشکر طیبه نور نومونه دي

د امریکا د بهرنوچارو وزارت وایي چې په پاکستان کې ملي مسلم لیگ او د کشمیر د ازادۍ تحریک دواړه ډلې د لشکر طیبه ډلې نور نومونه دي.

د بهرنو چارو وزرات د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې لیکلي چې د پاکستانۍ ترهگری ډلې لشکر طیبه په اړه په اعلان کې تعدیل کوي او پدغه کې د ملي مسلم لیگ او د کشمیر د ازادۍ د تحریک نومونه هم شاملوي.

اعلامیه وایي چې دغه دوه نومونه به هم د لشکرطیبه سره یو ځاې د نړیوال ترهگرو ډلو په نوملړ کې ورگډ شي.

د امریکا د بهرنو چارو د وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ یوې ورځپاڼې ته وویل چې ددغې پریکړې هدف د لشکر طیبه ډله د هغو سرچینو نه محرومه کول دي چې هغوي به یې د نورو ترهگرو بریدونو لپاره د ترلاسه کولو کوښښ کوي.

په دغه اعلامیه کې لیکل شويدي چې د لشکرطیبه د هغې سره د تړلو نورو ډلو چې په امریکا کې کومې شتمنۍ وي هغه به کنگل کړي. پدی برسیره امریکایان به د دغې ډلې د غړیو سره مالي ورکړه راکړه نشي کولی.

د یادونې وړ ده چې د حافظ سعید د جماعت الدعوه په ډلې هم تور دی چې د لشکر طیبه برخه ده.

داسې ویل کیږي چې جماعت الدعوه د لشکر طیبه د جهادۍ ډلې سره تړلې ډله ده. لشکر طیبه په هندي کشمیر کې د هند د پوځ په ضد جنگیږي. په لشکر طیبه دا تور دی چې د ٢٠٠٨ کال د ممبۍ په حملو کې لاس لري. په دغه حمله کې ١٦٦ تنه وژل شوي و.