واشنګتن لاهم سوله له طالبانو سره په خبرو کې ویني

  • اکمل داوی

د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیال، جان سلیوان، وايي د افغانستان د روانې جګړې حل له طالبانو سره په سیاسي جوړجاړې او مذاکراتو کې دی.

جان سلیوان چې تیره اونۍ یې په کابل کې له افغان چارواکو سره ولیدل وايي په سیمه کې د امریکا په تګلارې کې هیڅ بدلون ندی راغلی.

ښاغلي سلیون په واشنګتن کې یو محدود شمیر خبریالانو ته وویل «زموږ نهايي هدف له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې یو سوله ایز جوړجاړي ته رسیدل دي، خو داسي ښکاري چې د طالبانو ځيني عناصر زموږ د هدف په جدي توب باید وپوهیږي.»

ظاهراً د سلیوان خبرې د ولسمشر دونالد ټرمپ له هغو وروستیو لڼدو څرګندونو سره په ټکر کې راځي چې ویلي و امریکا له طالبانو سره خبرې نکوي.

ولسمشر ټرمپ په کابل کې وروستیو خونړیو بردیدونو ته په غبرګون کې وویل "زه فکر نکوم چې موږ به اوس له طالبانو سره خبرو ته چمتو یو. هغوی له توپیر پرته خلک وژني، بیګناه خلک ووژل شول. په کورنیو او ماشومانو باندي چاودني کیږي او ټول افغانستان کې چاودنې او وژنې دي. ګورو چې هغوی خپل خلک وژني، بیګناه ښځې او ماشومان وژني، دا ډېر وحشتناک دی. ځکه موږ له طالبانو سره خبرې نکو.”

ښاغلي سلیوان هم د کابل بریدونه د سولې د خبرو او سیاسي جوړجاړي د شنډیدلو د لامل په توګه یاد کړل.‌ ده آن د طالبانو ځيني عناصر د سولې د خبرو په شنډولو تورن کړل «دا بریدونه وحشتناکه دي او د طالبانو یا لږترلږه د دوې د ځینو عناصرو دا رویه جوتوي چې د اوس لپاره د سولې له مذاکرات سره سمون نلري.»

پوځي شتون کمول

امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې په افغانستان کې د دوې تګلاره دا ده چې د ”دیپلماتیکو، سیاسي، اقتصادي او پوځي فشارونو“ له لارې طالبان د مذاکراتو میز ته کښینوي.

ښاغلی سلیوان (منځنی) تیره اونۍ کابل ته تللی و

د امریکا د باندنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د څانګې مشر، جان جینکل، وايي طالبان یوازې پر زورزیاتي او وینو بهیولو ټینګار کوي او سولې ته لیوالتیا نه ښيي.‌

د ښاغلي جینکل او ښاغلي سلیوان په وینا، که طالبان له ترهګریزو بریدونو لاس واخلي نو د خبرو او سیاسي جوړجاړي لپاره شرایط برابر کیږي.

د امریکا د باندنیو چارو مرستیال وزیر وویل «که شرایط مناسب وي مذاکرات به پیل شي او دوي چې د کومو شرایطو په لټه کې دي، د مذاکراتو د مناسبو پایلو سره سم،‌ امریکا په افغانستان کې د تلپاتي پوځي بنسټونو د جوړولو په هڅه کې نده او مناسب اقدامات به، له افغان حکومت سره د مذاکراتو په شرط، د امریکا د پوځي شتون د لږولو لپاره واخیستل شي.»

که څه هم د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هیڅ ډول خبرې نه وې روانې چې اوس شلول شوي وي، خو داسي ښکاري چې د ټرمپ حکومت د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره پر یوې سیاسي معاملې باور لري.

د ښاغلي سلیوان په خبره چې واشنګټن طالبانو ته ګوري‌ چې د خبرو لپاره خپله ژمنه څرګنده کړي. خو پوښتنه دا ده چې آیا طالبان به د افغانانو د وژولو د روان کمپاین پر ځاې،‌ خبرو او سیاسي جوړجاړي ته چانس ورکړي؟