امریکا ولې پرته د شرایطو د طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي؟

د امریکا د بهرنوچارو وزیر ریکس ټیلرسن خبریالانو ته د خپلو هغه څرگندونو په هکله چې امریکا څنگه په دې راضي شوه چې د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمنځ پرته د کومو شرایطو د سولې لپاره د خبرو ملاتړ وکړي، هغه وویل چې امریکا نور دا نه غواړي افغانانو ته شرایط وټاکي خو زیاته یې کړه چې دا د افغانستان په حکومت پورې اړه لري.

ښاغلي ټیلرسن ویلي دي چې د افغانستان د حکومت او د طالبانو تر منځ د سولې د خبرو ملاتړ به وکړي.

د ټیلرسن نه یوې خبریالې دا پوښتنه وکړه چې د طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د شرایطو لیرې کول دا معني لري چې امریکا اوس د طالبانو نه دا توقع نه کوي چې هغوي دې د افغانستان اساسي قانون ته درناوې وکړي او د ښځو د حقوقو په برخه کې دې خپل دریځ بدل کړي، نو ټیلرسن په جواب کې وویل چې مونږ دا وایو چی امریکا به اوس داسې نه کوي چې د طالبانو سره د خبرو لپاره به شرایط او هویت ټاکي.

ښاغلي ټیلرسن زیاته کړه چې څنگه چې ولسمشر ټرمپ ویلي اوس به د امریکا پالیسی دا نه وي چې هېواد جوړ کړي خو دا به وي چې د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړو. "مونږ داسې اصول خپل کړیدي چې کله به گټور وي او کیدی شي کله دومره ډیر گټور نه وي."

ټیلرسن زیاته کړه چې هغوې ته تر اوسه لا دا نده معلومه چې څه به وشي خو هغوي به د افغانستان د حکومت ملاتړ کوي او افغان حکومت به دیته هڅوو چې پخپله د روغې جوړې لپاره کار وکړي. ټیلرسن زیاته کړه "دا اوس د افغانستان په حکومت او د طالبانو په مشرانو پورې اړه لري چې هغوي څنگه خپل منځي مسایل حل کوي."

ښاغلي ټیلرسن وویل چې امریکا خو دا غواړي چې په افغانستان کې د ترهگرو پناهځایونه ختم شي او د امنیت مسله حل شي.

افغانستان او پاکستان ته د امریکا پخوانی سفیر جیمز ډابنز امریکا غږ سره په مرکې کې د ډونالډ ټرمپ د دریځ نه دفاع وکړه او وې ویل چې د ټرمپ د خبرو لپاره د مواقعو برابرولو دریځ حقائقو ته نژدی دی.

"ټرمپ په دې پوهه دی چې کله نا کله خو به د سولې لپاره خبرو ته ضرورت پیښیږي او ځکه هغه د دغې امکان مخالفت نه کوي. خو ټرمپ دا هم سمه خبره کوي چې ترڅو طالبان په دی باور ولري چې هغوي دغه جگړې گټي نو هغوي به کله هم خبرو ته اماده نشي."