امریکا افغانستان ته ۳ زره ۹ سوه اضافي عسکر لیږي

امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا یوولس زره عسکر لري

امریکا په راتلونکو څو میاشتو افغانستان ته ۳ زره او ۹ سوه اضافي عسکر لیږي. د دفاع وزارت مسؤلین وایي چې د عسکرو د لیږلو په هکله تر اوسه پریکړه نده شوې خو وایي چې ډیر ژر به دا کار وشي.

د دفاع وزارت جګپوړو چارواکو ویلي دي چې اوس وخت په افغانستان کې تقریباً یوولس زره امریکایي عسکر دیره دي. پخوا دغه شمیر اته زره او څلور سوه یاد شوی و.

د تازه عسکرو په لیږلو سره به په افغانستان کې د ټولو امریکایي عسکرو شمیر پنځلسو زرو ته ورسیږي. د دفاع وزارت د مسؤلینو په وینا چې وروستۍ پریکړه به د دفاع وزیر جیم مټیس کوي او د همدې پریکړې نه وروسته به یو څو سوه امریکایي عسکر افغانستان ته واستول شي. د نورو امریکایي عسکرو لیږل به ښایي چې څو میاشتې وخت ونیسي.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې ددغو عسکرو په ورتګ سره به په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو روزنه زیاته شي او د طالبانو او اسلامي دولت یا داعش د وسله والو ډلو په خلاف به د تروریزم ضد عملیات هم قوي شي.

په همدې حال کې د طالبانو فراري مشر مولوي هیبت الله اخوندزاده د امریکا نه غوښتي دي چې د افغانستان نه دې خپل عسکر وباسي.

د طالبانو دې مشر د لوی اختر په مناسبت پخپل پیغام کې ویلي دي چې د ټولو امریکایي عسکرو په وتلو سره به په افغانستان کې د سولې راتګ ته لار هواره شي.

مولوي هیبت الله اخوندزاده ویلي دي چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره "عمده خنډ" د نړیوالو ځواکونو شتون دی.