امریکا په سعودي عربستان د بریدګرو وسلو پلور بیرته پیلوي

له ښي خوا د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان،د خپل امریکایي سیال، انټوني بلینکن سره د خلیج همکارۍ شورا غونډې کې د ملاقات پر مهال.

متحده ایالاتو دوشنبه اګست ۱۲ ( زمري ۲۲) وویل چې په سعودي عربستان د تهاجمي وسلو پلورل بیرته پیلوي. د دې وسلو پلور په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي عربستان د خونړیو عملیاتو له کبله ځنډیدلی و.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویدانت پټیل په خبري کنفرانس کې د دې وسلو د پلور پیل کیدو نور دلایل په ډاګه نکړل خو دومره یې وویل چې سعودي عربستان د متحده ایالاتو "نږدې ستراتیژیک شریک پاتې شوی او مونږ غواړو چې دا شراکت پراخ کاندو".

ښاغلی پټیل همدارنګه وویل چې په سعودي عربستان د تهاجمي وسلو پلور به منظم وي او د کانګرس سره د سلا مشورو او خبر ورکولو سره سم به اجرا کیږي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په ۲۰۲۱ کال کې د یمن د حوثیانو په وړاندې د سعودي‌ عربستان چلند ته په کتو چې پکې غیرنظامیانو ته درانه تلفات واوښتل پر دغه هېواد د وسلو د پلورلو په تړاو خپل دریځ سخت کړ.

ښاغلي بایډن واک ته تر رسیدو وروسته د سعودي عربستان سره د خپل هیواد د دریځ نوي کولو ژمنه کړې وه – داسې دریځ چې په بشري حقونو پکې ټینګار شوی وي او په سمدستي توګه یې پریکړه وکړله چې واشنګټن به په ریاض یوازې دفاعي وسلې پلوري.

د امریکا مشر دا پریکړه وروسته تر هغه وکړله چې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په هوایي بمباریو کې د ماشومانو په ګډون زرګونه ملیکان ووژل شول.

خو د ۲۰۲۲ کال راهیسې چې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د اوربند موافقه شوې، په یمن کې هم وضعیت آرام شویدی.

د متحده ایالاتو یو حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ له میاشتې راهیسې کله چې سعودیانو او حوثیانو د ملګرو ملتونو په مشرۍ پر اوربند توافق وکړ، عربستان پر یمن باندې هېڅ هوايي‌ برید نه دی کړی او د یمن له لوري هم بریدونه تر ډېره حده ودرول شوي‌ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدې خبرې ته د دوشنبې ورځې په خبري کنفرانس کې هم اشاره وکړله او زیاته یې کړه چې " سعودیانو له هماغې وخت راهیسې په تړون کې خپلې ژمنې پر ځای کړي او مونږ چمتو یو چې خپله برخه پر ځای کړو".

د یمن جنګ په سیمه کې د ایران د نیابتي ډلو له خوا د څوو جنګونو برخه ګڼل کېږي.

په ۲۰۱۴ کال کې د حوثیانو له خوا د پایتخت صنعا او زیات شمیر شمالي‌ سیمو له نیولو وروسته په یمن کې سخته کورنۍ جګړه پیل شوه. له دې څو میاشتې وروسته د سعودي‌ عربستان په مشرۍ ایتلاف هم په دې جنګ کې ښکیل شو او له ۲۰۱۵ کال راهیسې له باغیانو سره په جنګ اخته دی تر څو په یمن کې د نړیوالو له خوا منل شوی دولت بېرته واک ته ورسوي.

د راپورونو له مخې د یمن په جنګ کې سلګونه زره کسان وژل شوي‌ او د دغه هېواد ۸۰ سلنه وګړي نړیوالو بشري مرستو ته اړ شوي‌ دي