د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په بیروت کې د حزب الله په یو قوماندان د برید کولو خبر ورکړی


د بیروت ښار په څنډې کې د اسرائیل په برید کې په نښه شوې ودانۍ.
د بیروت ښار په څنډې کې د اسرائیل په برید کې په نښه شوې ودانۍ.

د اسرائیل پوځ وایي په سیمه ایز وخت سه شنبه جولای ۳۰ ( زمري نهمه) ماښام مهال یې د لبنان په پایتخت بیروت کې د حزب الله وسله والې ډلې په یو قوماندان برید کړی خو دا یې ندي ویلي چې آیا په برید کې دا قوماندان وژل شوی که نه.

د اسرائیل پوځ ادعا کړې چې په برید کې په نښه شوي قوماندان، د تیرې شنبې هغه برید کې لاس درلود چې د ګولان په غونډیو کې ۱۲ ماشومان او تنکي ځوانان پکې ووژل چې د فوټبال لوبه یې کوله.

عیني شاهدانو ویلي چې برید د بیروت جنوب کې په کلیوالو سیمو باندې شوی او د یوې غټې چاودنې غږ یې اوریدلی.

سره لدې چې د اسرائیل پوځ پدې برید کې د زیان په باره کې څه ندي ویلي خو د حزب الله یو چارواکي ویلي چې په برید کې ګڼ شمیر ودانۍ زیانمنې شوي او چارواکو بیا د دوو کسانو د وژل کیدو خبر هم ورکړی خو دا یې ندي ویلی چې وژل شوي عام خلک که د حزب الله غړي و.

اسرائیل او د حزب الله ډلې د قوماندان نوم ندی اخیستی چې پدې برید کې په نښه شوی و خو په منځني ختیځ کې یو شمیر مطبوعاتو ویلي چې دا قوماندان فواد شُکر نومیږي او لا یې برخلیک ندی معلوم.

ها خوا بیا په سعودي عربستان کې مطبوعاتو ویلي چې د حزب الله دا قوماندان، له بریده ژوندی وتلی.

په اسرائیل کې بیا مطبوعاتو د یوې امنیتي سرچینې له خولې ویلي چې "ډیر احتمال شته د حزب الله دا چارواکی ( فواد شکر) له منځه تللی".

دې چاروکي چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي د ینیت خبري اژانس ته ویلي، " که هغه ( د حزب الله قوماندان) په ودانۍ کې و، هغه نور له مونږ سره ندی".

ګمان کیږي چې فواد شُکر د حزب الله مشر حسن نصر الله نظامي سلاکار دی او د پخوا راهیسې د متحده ایالاتو د ترهګرو په لیست کې دی.

متحده ایالاتو د حزب الله پدې نظامي قوماندان په ۲۰۱۵ کال کې بندیزونه ولګول او په ۱۹۸۳ کال کې په بیروت کې د امریکا د سمندري ځواکونو په بارکونو باندې بمي چاودونو کې د احتمالي لاس لرلو په خاطر د امریکا د تعقیب لاندې و.

متحده ایالاتو همدارنګه د هغه په سر ۵ ملیونه امریکایي ډالر انعام هم ټاکلی و.

د بیروت په شاوخوا کې دا برید د ګولان په غونډیو کې د ۱۲ کسانو وژل کیدو وروسته د اسرائیل د پوځ څووم غچ اخیستونکی اقدام دی. اسرائیلي چارواکو هوډ څرګند کړی و چې د دې برید له کبله به د حزب الله ډله ځپي.

اسرائیل د دې توغندي ملامتي په حزب الله اچولې خو دې ډلې چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د توغندي په برید کې خپل لاس لرل رد کړیدي.

دا برید داسې مهال کیږي چې غرب کوښښ کوي په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه د منځني ختیځ نورو برخو ته خپره نشي.

بل پلو د لبنان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر عبدالله بو حبیب د امریکا سي ان ان تلویزیون سره په تازه مرکې کې ویلي چې د لبنان حکومت د حزب الله وسله والې ډلې د مهار کولو لپاره ډیر لږ وس لري خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د خبرو اترو لپاره لارې چارې لا هم خلاصې دي.

هغه د حزب الله ډلې د کنټرول لپاره د لبنان د حکومت دریځ په هکله وویل، " زمونږ لپاره تل د بد او ډیر بد تر منځ انتخاب و. زه فکر نشم کولی چې وبه یې کړی شو خو مونږ تل ورسره خبرې اترې کوو. صدراعظم او د پارلمان رئیس ورسره خبرې کوي. ډیر مذاکرات روان دي. هغوي (بریدونه) نه بندوي ځکه چې د هغه څه د ملاتړ لپاره یې روان کړي چې په غزې کې روان دي".

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې پیل راهیسې د لبنان حزب الله ډلې تقریباً هره ورځ د اسرائیل په سرحدي سیمو بریدونه کړ

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG