آسټن: امریکا اوکراین ته نور دقیق هدف ویشتونکي راکټي سیستمونه ورکوي

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ آسټن د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) وویل چې امریکا به اوکراین ته څلور نور داسې راکټي سیستمونه ورکړي چې په دقیق ډول د هدف د ویشتلو وړتیا لري.

نوموړي په داسې حال کې دا خبره وکړه چې تر دې یوه ورځ وړاندې د اوکراین دفاع وزیر له واشنګټن څخه د (Himars) په نامه د نورو ګرځنډه راکټي سیستمونو غوښتنه وکړه.

د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف وویل چې اوکرایني ځواکونو ددغو راکټي سیستمونو په مرسته تر اوسه د روسیې د قومندې ۳۰ مرکزونه او د هغوی د وسلو ډیپوګان له منځه وړي دي.

لویډ آسټن په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل:" واشنګټن به د هیمارس څلور نور پرمختللي راکټي سیستمونه واستوي‌ چې په مجموع کې به ۱۶ شي. اوکراینیانو له هیمارس څخه ډیر ښه کار اخیستی دی او تاسې یې تاثیرات د جګړې په ډګر کې لیدلی شی."

ښاغلي آسټن زیاته کړه، روسیه خپلو بې رحمه راکټي بریدونو ته دوام ورکوي او دا هغه ظالمانه تخنیک دی چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال کارول کیده.

د امریکا دفاع وزیر وویل اوکراین ددغو بریدونو په وړاندې توپخانو او مهماتو ته اړتیا لري.

ټاکل شویده متحده ایالات اوکراین ته د GMLRS په نامه داسې اضافه راکټونه هم ورکړي چې تر ۸۰ کیلومتره پورې خپل هدف په دقیق ډول ویشتلی شي.

د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف د سه شنبې په ورځ جولای ۱۹ حد اقل تر ۱۰۰ پورې د هیمارس د راکټي سیستمونو غوښتنه وکړه او ویې ویل په دې توګه کولی شي د روسیې د یرغل په وړاندې موثره مقابله وکړي.

ښاغلي ریزینکوف روسي ځواکونو ته د ملاتړ د رسیدو د مخنیوي په هدف یو ځل بیا د ۱۰۰ تر ۱۵۰ کیلومترو پورې د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو غوښتنه وکړه.

د جمهور رئیس جوبایډن حکومت تر اوسه اوکراین ته د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو له ورکولو ډډه کړې او دا ویره لري چې اوکراین به د روسیې په خاوره کې اهداف په نښه کړي او کار به له غرب سره به د مستقیمې جګړې د رامنځ ته کیدو لامل شي.