ټرمپ پر ترکیې د فولادو او الونیمو ګمرکي تعرفه دوه چنده کړه

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په ټویټر کې ولیکل چې د ترکیې پر فولادو او المونیمو ګمرکي تعرفه یې دوه برابره زیاته کړې ده.

ټرمپ لیکلي دي چې "همدا اوس چې د ترکییې د پولي واحد لیرې ارزښت زمونږ د قوي ډالر پر وړاندې په بیړه راښکته کیږي، [امریکا ته] د ترکیې نه په [صادراتي] فولادو او المونیمو باندې تعرفه مې دوه چنده زیاته کړه. اوس به پر المونیمو باندې تعرفه ٢٠ فیصده او پر فولادو باندې تعرفه ٥٠ فیصده وي. د ترکیې سره زمونږ اړیکې اوس ښه ندي".

جمهور رئیس ټرمپ د ترکیې پر فولادو او المونیمو باندې گمرکي تعرفې دوه ورځې وروسته له هغې زیاتې کړې چې د ترکیې یو دیپلوماتیک پلاوی واشنگټن ته راغلی چې د دواړو هیوادونو جنجالي اړیکې ورغوي.

پدې ترڅ کې یو شمیر څیړونکو خبرداری ورکوي چې د امریکا د متحده ایالاتو او ترکیې ترمنځ د کړکیچ په زیاتیدو سره هغه مالي بحران نور هم گواښي چې ترکیه ورسره مخامخ ده.

Your browser doesn’t support HTML5

د ترکیې پر فولادو باندې د امریکا تعرفې د دو شنبې له ورځې نه پیل کیږي

د دوشنبې په ورځ د ترکیې د لیرې ارزښت وروسته له هغې په تیره یوه لسیزه کې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسید چې د جمهور رئیس ټرمپ ادارې د امریکا مارکیټونو ته د ترکیې لاس رسی چې دمخه ترکیې مالونه له مالیې معاف وو، ختم کړ.

د جمهور رئیس ټرمپ د جمعې د ورځې له پیغام وروسته چې پر ترکي فولادو او المونیمو باندې تعرفې زیاتې کړې، د ترکیې لیره نوره هم راوپرزیده.

د امریکا او ترکیې اړیکې تیره اونۍ وروسته له هغې نورې هم خړې پړې شوې چې جمهور رئیس ټرمپ د ترکیې د کابینې پر دوو وزیرانو باندې بندیزونه ولگول او ددې بندیزونو دلیل په تریکه کې د یو امریکایي کشیش اندرو برانسن، بندي کیدل دي.

اوسمهال ښاغلی برانسن په کور کې نظربند دی او ټاکل شوې ده چې په "ترهگریزو" فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور محاکمه شي. سپینه ماڼۍ پدې کشیش باندې لگیدلي تورونه رد کړي، هغه یې بې بنسټه تورونه گڼلي او انقره یې په بندي گرۍ تورنه کړې ده.

د انقرې غبرگون

پر فولادو او المونیمو باندې د گمرکي تعرفو د زیاتولو په غبرگون کې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، د جمعې په ورځ وویل چې هیواد یې د یوې "اقتصادي جگړې" سره مخامخ دی. هغه د خپلو هیوادوالو وغوښتل چې د بهرنیو اسعارو په بدلولو سره چې دوی یې لري د ترکیې د لېرې ملاتړ وکړي.

ښاغلي اردوغان له خپلو خلکو وغوښت چې "که ډالر، یورو او یا سره زر تر خپلو بالښتونو لاندې لرئ بانکونو ته لاړ شئ او هغه په لېره بدل کړئ."