هریس: غزې کې دې ' سمدستي اوربند' وشي ؛ اسرائیل دې د مرستو مخه نه نیسي

د متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیالې کاملا هریس یکشنبه مارچ درییمه (کب ۱۳) په غزې کې په سمدستي توګه د شپږو اوونیو لپاره د وړاندیز شوي اوربند منل کیدو غوښتنه وکړله او په اسرائیل یې هم انتقاد وکړ چې د غزې تړانګې ته په کافي اندازه خوراکي مواد نه پریږدي.

میرمن هریس چې د البما په ایالت کې یې وینا کوله وویل چې د غزې په تړانګې کې په "پراخه کچه مصیبتونو" ته په کتو باید په سمدستي توګه لږ تر لږه د شپږو اوونیو لپاره اوربند وشي چې د هغې په وینا همدا اوس پرې بحث روان دی.

د جمهور رئیس مرستیالې د څرګندونو څخه وړاندې د متحده ایالاتو یو بل چارواکي تیره ورځ د نوم نه ښودلو په شرط ویلي و چې د اسرائیل حکومت په عمومي توګه په غزې کې د شپږو اوونیو لپاره پدې شرط د اوربند غوښتنه منلې که د حماس ډله اکثریت د خطر سره مخ یرغمل شوي کسان خوشې کاندي.

کاملا هریس د حماس څخه هم وغوښتل چې د اوربند دا موافقه ومني چې د هغې په قول له مخې به یرغمل شوي کسان خوشې او د غزې تړانګې ته به ښه ډیر مرستندویه مواد ورسیږي.

میرمن هریس وړاندې وویل، " حماس ادعا لري چې اوربند غواړي، نو دا دی یوه معامله په میز ایښودل شوې او حماس یې باید ومني".

د متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیالې پخپلې وینا کې د اسرائیل په حکومت هم تند انتقادونه وکړل او ترې وغوښتل چې د غزې تړانګې ته د مرستندویه موادو رسولو لپاره دې هلې ځلې لا ډیرې کړي.

د امریکا هیڅ کوم جګپوړي چارواکي تر دې دمه په اسرائیل دومره سختې نیوکې نه وې کړې.


هغې د اسرائیل له حکومت څخه وغوښتل چې د غزې تړانګې ته د مرستو استول کیدو لپاره دې "هیڅ بهانې" نکوي او زیاته یې کړه چې اسرائیل باید ټول سرحدونه پرانیزي او غزې ته د مرستو استولو په مخکې دې "بې ځایه محدودیتونه نه لګوي".

متحده ایالات، مصر او قطر پدې اوربند کې د منځګړو په توګه عمل کوي او تیره میاشت یې د فرانسې د پاریس په ښار کې هم د موقتي اوربند کیدو په هکله پلان څرګند کړی و چې اسرائیل رد کړ.

دغه هیوادونه کوښښ کوي چې د روانې مارچ میاشتې د ۱۰ مې نیټې څخه وړاندې چې روژه پیل کیږي، د اسرائیل او حماس تر منځ په غزې کې اوربند وکړي چې له کبله یې لسګونه زره فلسطینیان وژل شوي او د حماس تر کنټرول لاندې غزه تقریباً له ځمکې سره هواره شوېده.

د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې راهیسې وروسته تر هغه پیل شوه چې د حماس ډلې په اسرائیل نا څاپه برید وکړ، تقریباً ۱۱۶۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې د ځان سره د یرغملو په توګه یوړل.


د اسرائیل – حماس تر منځ په لومړني اوربند کې چې څه باندې یوه اوونۍ و ګڼ شمیر یرغمل شوي کسان خوشې شول خو د اسرائیل پوځ وایي چې لا هم د حماس سره د ۱۳۰ په شاوخوا کې اسرائیلیان یرغمل دي او ګمان دا هم دی چې ۳۱ به یې په هوایي بمباریو کې وژل شوي وي.

ها خوا بیا د اسرائیل په ځوابي هوایي بریدونو او ځمکني یرغل چې د غزې په تړانګې کې ۳۰۴۱۰ کسان وژل شوي چې د غزې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی، اکثریت وژل شوي یې میرمنې او ماشومان دي.