د امریکا د ولسمشر مرستیاله د اړیکو د پیاوړتیا په موخه افریقا ته تللې

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیاله، کاملا هریس، افریقا ته په سفر تللې.

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیالې، کاملا هریس، د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۷ (وري اوومه) د ګانا په پایتخت اکرا کې ددغه هېواد له ولسمشر نانا اکوفواډو سره د اقتصاد او سیمه ایز ثبات په اړه خبرې وکړې.

مېرمن هریس د افریقايي هیوادونو سره د امریکا د اړیکو د پیاوړتیا په موخه په سفر وتلې او ټاکل شوې ده چې تانزانیا او زامبیا ته هم لاړه شي.

افریقا ته له تګ وړاندې هریس وویل: "موږ دې سفر ته د متحده ایالاتو د خلکو او د افریقا په وچه کې د اوسیدونکو تر منځ د خورا مهمو دوامداره اړیکو او ملګرتیا د یوې نښې په توګه ګورو."

د شنونکو په نظر، د افریقا سره د مېرمن هریس د ریښو تړاو د لومړنۍ مېرمنې په توګه چې د امریکا مرستیاله ولسمشره ټاکل شوې، د دغه سفر اهمیت نور هم زیاتوي.

د سپینې ماڼۍ په خبره دا سفر د تېر کال د امریکا او افریقايي مشرانو د ګډې غونډې د هغو ژمنو پر بنسټ کېږي چې ولسمشر بایډن د دواړو لویو وچو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه وکړې.

د ستراتیژیکو او نړیوالو څېړنو د مرکز غړی، کېمرن هډسن افریقا ته د امریکايي چارواکو د سفرونو زیاتېدا او د اړیکو پراختیا بې سارې ګڼي. هغه وویل: "دا پنځم لوړپوړی امریکايي مقام دی چې افریقا ته سفر کوي. دې [هریس] او همکارانو یې په تېرو دریو میاشتو کې نږدې څلورمه برخه افریقايي هیوادونه کتلي دي. دا افریقايي هیوادونو ته بې سارې پاملرنه ده او موږ د تېرو امریکايي ادارو له لوري د افریقا سره په دې کچه دپلوماسي نه ده لیدلې."

دا اړوند مطلب هم ولولئ بلینکن د افراطیت خلاف د نایجیر له مبارزې سره د مرستې ژمنه وکړه

هریس چې د امریکا په تاریخ کې د خلکو په رایه ټاکل شوې تر ټولو لوړ پوړې ښځینه چارواکې ده، په دغه سفر کې د تانزانیا له ولسمشرې، مېرمن سامیه سولهو حسن سره هم ګوري.

سپینه واڼۍ وايي، هریس به ددغو درې افریقايي هېوادونو له مشرانو سره ډیموکراسۍ ته د هغوی د ژمنتیا په هکله خبرې وکړي.

هډسن وايي د امریکا لپاره ددغو هیوادونو سره اړیکې مهمې دي. د هغه په خبره، دا افریقايي هیوادونه د چین سره پیاوړې سوداګریزې او د پانګونې اړیکې لري.

هغه زیاتوي: "دا هغه سیمه ده چې واشنګټن په خپل ورتګ کولای شي چې په واقعي ډول د ډیموکراټیکو ارزښتونو ملاتړ وکړي او هڅه وکړي چې د هغو هیوادونو سره چې اوس د بېلابېلو قدرتونو سره کار کوي، ملګرتیاوې پیاوړې کړي."

تمه کېږي چې هریس به هغه افریقايي هیوادونه چې د ملګروملتونو په یوه غونډه کې یې پر اوکراین د روسیې د یرغل غندلو څخه ډډه کړې وه، وهڅوي چې دا یرغل وغندي.

دا اړوند مطلب هم ولولئ د امریکا او افریقا مشران د اړیکو ښه کولو دپاره غونډه کوي

امریکا غږ د ملي امنیت شورا د ویاند، جان کربي څخه وپوښتل چې ایا هریس به په دغه سفر کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنې هم مطرح کړي؟ هغه وویل: "مرستیاله ولسمشره چې هرځای ځي، د بشري حقونو د سرغړونو په اړه به اندېښنې مطرح کوي. دا په نړیواله کچه د امریکا د رهبرۍ یوه برخه ده. موږ نه وېرېږو او په واقعیت کې دا څرګندوي چې هغه هیوادونه او ملګرتیاوې موږ ته څومره مهمې دي چې موږ کولای شو او غواړو چې په دې هکله خبرې ورسره وکړو."

د دموکراسۍ ملاتړي وايي، امریکا باید دموکراسۍ ته هم کار وکړي. د کارټر مرکز غړی، ډېویډ کېرول وايي پکار ده چې په لوړه کچه دې موضوع ته پاملرنه جلب شي، په ځانګړي ډول په زامبیا کې چې د ولسمشر سره یې مېرمن هریس ګوري.

هغه د دموکراسۍ د ملاتړ په هکله زیاتوي چې: "ددې ژمنتیا څرګندول او رښتینولي دواړه مهم دي. دغه راز د موخو رښتینولي مهمه ده او لږ تر لږه په دې پوهېدل چې رښتینې واوسو او په دې برخه کې خپلو نیمګړتیاو ته پام وکړو."

هریس په دغه سفر کې تر یوه ځایه کورنۍ تاریخچه هم تازه کوي. د مور له طرفه د دې نیکه، چې هندی دپلوماټ و، د زامبیا تر خپلواکۍ اخیستلو وروسته یې ددغه هیواد د مشر سره کار کړی و.

نږدې ۶۰ کاله وروسته یې لمسۍ، چې د امریکا د حکومت تر ټولو پیاوړې مېرمنه ګڼل کېږي او د جنوبي اسیا او تورپوستو له جملې لومړنۍ مېرمن ده چې دغه مقام ته رسېږي، د زامبیا د ولسمشر سره ملاقات کوي.