ترجمانان د افغانستان نه د ځواکونو له وتلو دمخه بل ځای ته انتقالیږي

د امریکا متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ جون ۳۰ (چنګاښ ۹) یو ځل بیا په زغرده وویل، په لسګونو زره افغانان چې په تیرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو سره کار کړی، د بهرنیو ځواکونو د بشپړه وتلو دمخه له افغانستان څخه وباسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې جلینا پورتر، د امریکاغږ ته وویل: "مونږ د ځانګړې ویزې (SIV) یوه ډله درخواست کوونکي چې د ژباړونکي په توګه او همداشان نور کسان چې له مونږ سره یې مرسته کړې او له ګواښ سره مخامخ دي، په نښه کړي دي. هغوی او کورنۍ یې به یې د سپتمبر په میاشت کې زمونږ د ځواکونو د وتلو د بشپړیدو دمخه د افغانستان څخه بهر د انتقال کیدو انتخاب ولري تر څو د مهاجرت د ځانګړو ویزو درخواستونه یې خپل پړاونه تیر کړي. "

میرمن پورتر په ډاګه نکړه چې د ژباړونکو دغه ډله به لومړی کوم ځای ته ولیږدول شي. هغې وویل: "د امنیتي دلیلونو په وجه مونږ شمیر، موقعیت او ددې عملیاتو نیټه نشو ویلی."

د امریکا د کانګرس د یو شمیر غړیو د څرګندونو په اساس شاوخوا ۱۸ زرو افغانانو په تیرو دوو لسیزو کې د ترجمانانو او نورو برخو کې د امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی، او اوس امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې د مراحلو تیرولو ته انتظار باسي.

پدې ترڅ کې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې متحده ایالاتو د ځانګړې ویزې بهیر چټک کړی او "د ویزې د مراحلو د تیرولو په خاطر بل ځای ته د افرادو د انتقال" د انتخابونو د ارزونې لپاره لازم اقدامات کوي.

د امریکا د کانګرس د استازو خونې هم د سه شنبې په ورځ یو وړاندیز تصویب کړ چې له مخې یې په افغانستان کې د ویزې د درخواست کوونکو روغتیایي معاینات معاف کیږي او هغوی کولای شي دغه معاینات متحده ایالاتو ته د رسیدو وروسته ترسره کړي.

روغتیایي معاینات د مهاجرت د ویزې په ځنډیدو کې یو عمده دلیل ګڼل شوی و ځکه په کابل کې یواځې یو مرکز دغه ډول معاینې کوي او زیات شمیر درخواست کوونکي باید په خطرناکو شرایطو کې د ولایتونو څخه ددغو معایناتو لپاره کابل ته تللی وای.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې د ۱۸ زره درخواست کوونکو له جملې نه تقریبا د ۵۰ فیصدو کار په لومړنیو پړاونو کې دی او د درخواست کوونکو له لورې اقدام ته انتظار باسي. په بل عبارت شاوخوا نهه زره تنه چې د ویزې غوښتنه یې کړې باید د متحده ایالاتو له لورې د ویزو د مراحلو د تیرولو له پیل دمخه یو اقدام وکړي. شاوخوا ۳۰ فیصده یې د تصمیم نیولو او ۲۰ فیصده یې منظور شوي او د مهاجرت د ویزې د توزیع کولو په پړاو کې دي.

پدې ترڅ کې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن هم تیره اونۍ وویل چې هیواد به یې افغان ترجمانان چې په تیرو ۲۰ کلونو کې یې د امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې، همداسې خوشې نکړي.

پدې وروستیو کې د بشري حقونو د څار ټولنې هم د بهرنیو ځواکونو څخه چې د افغانستان نه د وتلو په حال کې دي، غوښتي چې د افغان ترجمانانو د "بیا میشت کولو" بهیر چې پدې هیواد کې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي، چټک کاندي.

د افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر د مۍ میاشتې په لومړۍ نیټه پیل شو او ټاکل شوې چې د سپتمبر په ۱۱ بشپړ شي.