سپینه ماڼۍ: د امریکایانو د خوشې کېدو لپاره مو ایران ته جزیه نه ده ورکړې

جان کربي

سپینې ماڼۍ نن چهارشنبه سپتمبر ۱۳ (وږې ۲۲) وویل چې د ایران د ګنګل شویو شتمنیو څخه یې د شپږو میلیاردو ډالرو پرېښودل په هغه هېواد کې د پنځو بندي امریکایانو د خوشې کېدو لپاره د جزیې ورکول نه دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت د شورا ویاند جان کربي دا انتقادونه رد کړل او وویل چې د ایران پرېښودل شوې پېسې به په قطر کې په یو حساب کې ساتل کېږي او تهران یې باید د ترلاسه کولو لپاره عریضه وکړي. شرط دا دی چې یوازې به په بشري چارو کې لګول کېږي.

نوموړي وویل چې له دغو پېسو څخه به د ایران رژیم نه، بلکې د ایران خلک ګټه اخلي او په خبره یې که ایران سرغړونه وکړه، «موږ به بیا اقدام کوو او دا پېسې به بیا ګنګل کوو».

څو ورځې مخکې امریکايي چارواکو تائید کړه چې له ایران سره یې د پنځو بندیانو د تبادلې موافقه کړې ده. امریکا به همدغه راز یوه استثتنا په پام کې نیسي،‌ چې جنوبي ‌کوریا به له ایران څخه د نفتو د اخیستو له لارې، شپږ میلیارد ګنګل شوې پېسې یو بانکي حساب ته انتقالوي.

په دې اړه نور معلومات خپاره شوي نه دي. جان کربي ونه ویل چې د زندانیانو تبادله به کله کېږي خو دا خبره یې وکړه چې بل اقدام به د دغو پېسو د انتقال اعلان وي.

دا مطلب هم ولولئ

سپینه ماڼۍ: د ایران لخوا د پنځو امریکایانو خوشې کیدو معامله په سم لوري روانه ده

ده ومنله چې په ایران کې توقیف شوي امریکایان لا هم هلته دي‌ او انتقال شوي‌ نه دي.

د ایران د بهرنیو جارو وزارت ویان ناصر کنعاني دوه ورځې مخکې په دې اړه ویلي‌وو: «د ایران د ګنګل شویو شتمنیو په اړه هم په اساس کې توافق شوی دی... هیله لرو چې په څو ورځو کې دا انتقالات وشي او د ایران اسلامي‌ جمهوري په بشپړ ډول خپلې شتمنۍ ترلاسه کړي.»

نوموړي وویل چې د دغو شتمنیو په پرېښودو سره به د ایران حکومت دا فرصت ترلاسه کړي چې د خپلو خلکو لومړي ضرورتونه پوره کړي.

د جنوبي کوریا رسنیو د اګست په ۲۱ نېټه راپور ورکړی و چې د ایران پرېښودل شوې شتمنۍ د اګست په نیمايي کې په سویس کې یو بانک ته انتقال شوي ‌دي.

جان کربي ټېنګار وکړ چې واشنګټن په ایران باندې بندیزونه لېرې کړي نه د‌ي او دا انتقادونه یې رد کړل چې ګنې ایران په دغې معاملې کې ډېر امتیاز ترلاسه کړی دی. نوموړي وویل چې د امریکايي‌ وګړو راستنول ستونزمنو پرېکړو او سازشونو ته اړتیا لري.

د متحدو ایالتونو په ګډون یو شمېر لویدیځو هېوادونو خپلو ایراني الاصله اتباعو ته خبرداری ورکړی چې ایران ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

په دغه راپور کې د فرانس پرس اژنس له معلوماتو څخه استفاده شوې.