امریکا د ۶۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت وسلې په سعودي پلوري 

سعودي عربستان د امریکا نژدې ایتلافي بلل کیږي

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې د ولسمشر جو بایډن په اداره کې له سعودي عربستان سره د وسلو پلورلو لومړی تړون منظور شو.

پدې تړون کې به په لومړي سر کې امریکا په سعودي‌ عربستان له هوا څخه هوا ته د راکټ توغول کېدونکي ۲۸۰ مرمۍ وپلوري چې ارزښت یې ۶۵۰ میلیون ډالر دی.

سعودي عربستان په منځني ختیځ کې د امریکا نږدې ایتلافي‌ دی خو کانګریس د یمن په جکړې کې د مداخلې له کبله په ریاض باندې انتقاد لري. د یمن جګړې د نړۍ یو ستر بشري ناورین پیدا کړی.

د کانګریس ځینو غړیو په سعودي عربستان د وسلو پلورل رد کړي دي، خو په دې شرط چې ډاډ ترلاسه شي چې سعودي عربستان به دا وسلې د ولسي خلکو د وژلو لپاره نه کاروي.

د امریکا د دفاع وزارت تېره ورځ د امریکا ګانګرس ته د واشنګټن او ریاض ترمنځ د دغه قرارداد په اړه خبر ورکړ.

د جوبایډن ادارې په سعودي عربستان د دفاعي وسلو د پلورلو تګلاره جوړه کړې وه او که ګانګرس دا قرارداد ومني، دا به لومړی ځل وي چې د دغې تګلارې له جوړېدو وروسته امریکا په سعودي وسلې پلوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وویل دا معامله داسې مهال کېږي چې تېرکال حوثي شیعه یاغیانو، چې د ایران ملاتړ ورسره دی، په سعودي عربستان باندې راکټي بریدونه کړي‌ او اوس به دا هېواد د ځان د دفاع جوګه شي.

د «ریتیون» د تکنالوژۍ شرکت دا راکټونه جوړوي.‌ پر دې سربېره به سعودي عربستان ۵۹۶ راکټ او ورسره تړلي وسائیل،‌ چې پرزې، تخنیکي او انجینري حمایت په کې شامل دی، ترلاسه کړي.