د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استازو مجلس پر سعودي د وسلو پلورلو مخالفت وکړ


ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د استازو دا پرېکړه به ویتو کړي
ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د استازو دا پرېکړه به ویتو کړي

د متحدو ایالتونو د استازو مجلس د پنجشنبې په ورځ ۱۷ جولاۍ (۲۶سرطان) پر سعودي عربستان د وسلو د پلورلو پر ضد رایه ورکړه.

پر سعودي د وسلو پلورلو د دغه تړون ارزښت ۸.۱ میلیارد ډالره دی. ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د استازومجلس دا پرېکړه به ویتو کړي.

د ولسمشر ټرمپ ادارې د مۍ په میاشت کې هلې ځلې وکړې چې د کانګرس له تصویب پرته د "ایران د ممکنه ګواښ د مخنیوي" په نامه دا تړون وکړي.

ښاغلی ټرمپ غواړي چې سعودي عربستان، متحده عرب امارات او اردن سره د الوتکو د ساتلو او مراقبت، رهبري کېدونکي راکټونو او د نورو وسلو او تجهیزاتو د پلورلو ۲۲ تړونونه لاسلیک کړي.

خو په یمن کې د سعودي جګړې، د بشري حقونو څخه د سعودي د حکومت سرغړونې او د یو سعودي خبریال جمال خاشقچي وژلو امریکایي استازي خواشیني او قهر کړي دي.

د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر الیوت انګل وویل " موږ وینو چې په یمن کې څه روان دي او د متحدو ایالتونو لپاره په کار ده چې په دې اړه لاس په کار شي."

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي وو چې امریکا د ایران له لورې یو پېښ شوي خطر ته د ځواب ورکولو لپاره دا کار کوي.

د امریکا دموکرات سیاستوال مني چې د ایران له ملاتړ برخمنو حوثي یاغیانو ګواښ جدي دی، خو وايي چې په یمن کې د سعودي په مشرۍ جنګ کې د ولسي خلکو په وژلو هم سترګې نشي پټېدای.

XS
SM
MD
LG