امریکا له عراق نه د خپل سفارت ځیني کارکوونکي وباسي

امریکا په عراق کې د خپل سفارت مامورینو ته ویلي چې هلته خپل تګ راتګ محدود کړي

د امریکا-ایران کړکیچ؛ واشنګټن بغداد څخه سفارتي کارکوونکي وربللي.

امریکا نن چهار شنبې (مۍ۱۴) په عراق کې خپلو هغو کار کوونکو ته چې ډیر ضروري نه بلل کیږي، له عراق څخه د وتلو امر کړی دی.

دا پریکړه په منځني ختیځ کې امریکايي عسکرو ته د ایران له خوا د احتمالي ګواښونو په اړه د امریکا د خبرداري وروسته شوېده.

هغه اعلامیه چې په بغداد کې د امریکا د سفارت له خوا خپره شوې، وايي چې پر سفارت سربیره په اربیل کې د امریکا د قونسلګرۍ کارکوونکو ته هم همداسې امر شوی دی.

په بغداد کې د امریکا سفارت خپلو کارکوونکو ته ویلي دي چې له ایران سره د روان سیاسي کړکیچ له کبله دې په عراق کې خپل تګ راتګ محدود کړي.

جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د سه شبنې په ورځ (مۍ۱۳) هغه راپور رد کړ چې ګواکې دی له ایران سره د مقابلې په هدف ۱۲۰ زره سرتیري استوي، خو په راتلونکې کې یې د ګڼ شمیر سرتیرو د ځاې پرځای کولو خبره رد نکړه.