امریکا پر سعودي عربستان برید غندلی دی

تصویر ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان په مرکز ریاض باندې هوايی برید غندلی دی او ویلي دي چې دا «د ولسي خلکو د وژلو هڅه» وه.

د سعودي عربستان دولتي‌رسنۍ وایي‌ دغه هېواد د شنبې په ورځ په ریاض باندې د میزایلو او یا بې پیلوټه الوتکې یو برید خنثی کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ جنوري ۲۴ ( سلواغه ۵) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا ډول بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی او «د سولې او ثبات ټولې هڅې کمزورې کوي.»

اعلامیه وايي: «موږ که داصولي دپلوماسۍ له مخې په سیمه کې د کړکیچونو او په یمن کې د جګړې د ختمولو لپاره کار کوو، خو له خپل ملګري سعودي عربستانو سره هم مرسته کوو چې د خپل قلمرو په ضد بریدونه دفاع کړي او هغو خلکو سره حساب او کتاب وکړي چې د ثبات کمزوري کولو هڅه کوي.»

په یمن کې د حوثي شیعه یاغیانو ډلې چې څو ځلې یې پر سعودي عربستان دا ډول بریدونه کړي‌دي، ویلي دي چې دا د هغوی کار نه دی.

د سعودي ‌په مشرۍ ایتلاف له هغه وروسته د حوثي یاغیانو پر ضد او د یمن د نړیوال پېژندل شوي حکومت په ننګه عملیات پیل کړل چې دغې ډلې د یمن مرکز صنعا ونیوه.

په دغو عملیاتو کې د راپورونو له مخې سلګونه ولسي خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي. سعودي عربستان له دې پلوه هم تر سخت انتقاد لاندې دی.

ملګري ملتونه وايي چې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې سره په ګډه د یمن د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ‌ د بندیانو د تبادلې یو نوی بهیر پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ ادارې د حوثي شیعه یاغیانو ډله د ترهګرو په توګه وپېژندل. دا ډله د ایران له ملاتړه برخمنه ده.

یو شمېر خیریه ټولنو خبرداری ورکړی دی چې د امریکا دا کار به یمن ته د بشري مرستو رسول ډېر ستونزمن کړي او بشري ناورین ته به لاره پرانیزي. په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت ته د ولسمشر جوبایډن کاندید انتوني بلېنکن ویلي دي‌ چې د دې مسئلې ارزونه یې پيل کړې ده.