د امریکا انتخابات؛ ټرمپ او بایډن خپل وروستي کمپاینونه کوي

د امریکا انتخابات د نومبر په درېیمه دي

ټاکل شوې چې نن شنبه اکتوبر ۳۱ (لړم۱۰) د امریکا د را روانو ټاکنو دوه مخکښ سیالان دونالډ ټرمپ او دموکرات کاندید جو بایډن ځینو مهمو ایالتونو کې کمپاینونه وکړي.

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په درېیمه کیږي او یوازې درې ورځې ورته پاتې دي.

ولسمشر ټرمپ به په پنسلوانیا کې خپل انتخاباتي کمپاین او پلویانو ته وینا کوي او دموکرات سیال یې جوبایډن به په مېشګن کې انتخاباتي غونډې کوي.

ولسمشر ټرمپ به د پنسلوانیا په څلورو ښارونو کې کمپاینونه وکړي. ښاغلي ټرمپ په تېرو ټاکنو کې په دغه ایالت کې انتخابات ګټلي وو.

جوبایډن به د مېشګن ایالت د فلېنټ او ډیټرویټ په ښارونو کې له مخکني ولسمشر بارک اوباما سره ګډ کمپاین کوي.

دا د انتخاباتي کمپاینونو له پیل راهېسې اول ځل دی چې بارک اوباما به له جوبایډن سره په انتخاباتي کمپاینونو کې څرګندیږي.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ په مېشګن، مېنېسوټا او وېسکانسن کې خپلې انتخاباتي غونډې وکړې. جوبایډن بیا په ايیوا، وېسکانسن او مېنېسوټا کې کمپاینونه وکړل.

په همدې حال کې د کروناویروس له کبله په ډېرو ایالتونو کې خلکو ته دا زمینه برابره شوې چې د پوستې له لارې او یا غیابي رایه هم ورکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د انتخاباتو د پروژې د معلوماتو په اساس د اکتوبر تر ۲۹ نېټې پورې په ټولې امریکا کې ۸۲ میلیون خلکو د پوستې له لارې او یا هم تر ټاکنو مخکې رایې ورکړي‌دي.