پنټګان: د افغانستان د هوايي ځواکونو سره مرستې روانې ساتو 

د افغانستان هوايي ځواکونه د تمرین پر مهال

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې د افغانستان د هوايي ځواکونو سره د دوامدارې مرستې د څرنګوالې په اړه بحثونه روان دي.

د دفاع وزارت ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ جون اتمه «غبرګولي ۱۸) خبریالانو ته وویل چې د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال مکنزي او همکاران یې په دې اړه کار کوي چې څنګه په آینده کې افغانستان د هوايي ځواک د الوتکو د ساتلو او مراقبت په ګډون د دغو ځواکونو سره همکاري وشي.

ښاغلي کربي وویل: « تر دې دمه دا پرېکړې بشپړې شوي نه دي خو ډاډه اوسی چې موږ پرې جدي کار کوو... تر دې دمه جزیات لا ندي بشپړ شوي.»

هغه زیاته کړه چې د الوتکو د ښې ساتنې او مواظبت مسئلې ته متوجه دي او پوهېږي چې دا مسئله له ځان څخه د دفاع په برخه کې او په ځینو ځانګړو عملیاتو کې د افغان ځواکونو لپاره څومره ارزښت لري.

تېره اونۍ د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد وویل چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته هم که ضرورت وي، «شاید» بهرني ځواکونه د افغانستان له ځواکونو سره مرسته وکړي. خو هغه ونه ویل چې به مرستې به څه ډول وي.

تېره ورځ د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع له وزیر سره په خبرو کې وویل چې ناټو به له افغانانو او د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره خپله غیري پوځي همکاري روانه ساتي.

په همدې حال د امریکا ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۲ په دفاعي بودجه کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ۳.۳ میلیارډ ډالر بودجه وړاندې کړې ده.

د افغانستان حکومت وايي دفاعي او امنیتي ځواکونه یې ۹۴سلنې عملیات په خپله کوي. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي او ټاکل شوې دا بهیر به د ۲۰۲۱ د سپتمبر په ۱۱ بشپړ شي.