پمپیو- د فلسطین په اړه د خامنه ای اندېښنه "درواغ"ده

ښاغلي پمپیو لیکلي چې خامنه ای پرمختګ د فلسطینیانو د ژوند په ښه والي کې نه ویني‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د فلسطین په اړه د ایران د روحاني مشر ایت الله علي‌ خامنه ای څرګندونو ته په غبرګون کې د هغه "اندېښنې درواغجنې"بللې دي.

ښاغلي خامنه ای په خپل ټویټر کې تازه لیکلي دي‌ چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سولې روانې هڅې د متحدو ایالتونو یوه "توطیه"او د "بشریت ضد جنایت"دی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ښاغلي‌ خامنه ای د دغه ټویټ په غبرګون کې په خپل ټویټر کې ولیکل: "د خامنه ای دا درواغجنه اندېښنه دومره غټه ده چې د هغه د وحشت حکومت له ۲۰۰۸ میلادي کال راهېسې تر دې دمه له فلسطینیانو سره ۲۰۰۰۰ ډالر مرسته کړې ده. خو حماس او نورو ترهګرو ډلو ته یې میلیونونه ډالر ورکړي‌. مګر متحدو ایالتونو له ۱۹۹۴ کال راهېسې له فلسطینیانو سره ۶،۳ میلیارد ډالر مرسته کړې ده."

ښاغلي پمپیو همدغه راز لیکلي دي‌ چې خامنه ای پرمختګ د فلسطینیانو د ژوند په ښه والي کې نه ویني‌.

امریکايي چارواکو په وار وار ایران تورن کړی دی چې خپله بودیجه د خپل ولس د ژوند د ښه کولو لپاره نه لګوي بلکې په ترهګرو ډلو یې لګوي.

واشنګټن تل تهران په سیمه کې په نا امنیو تورن کړی دی، خو ایران دا ادعاوې نه مني. ښاغلي پمپیو داسې مهال پر ښاغلي‌ خامنه ای انتقاد کوي‌ چې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ‌ اړیکې هم خورا ترینګلې شوي دي.

امریکا هلې ځلې پیل کړي دي چې د فارس خلیج د هورمز په تنګي کې د بېړیو د امنیت لپاره یو نړیوال ایتلاف جوړ کړي، برتانیا ظاهرآ په دغه ایتلاف کې د ګډون هیله څرګنده کړې ده.

ایران خبرداری ورکړی دی چې په دغه ایتلاف کې به د اسرائیل ګډون په سیمه کې امنیت نور هم خراب کړي.