له عراق څخه د امریکايي ځواکونو په ویستلو ټېنګار 

امریکايي چارواکي وايي نغواړي چې پوځ په عراق کې دایمي پاتې شي

د امریکا او عراق حکومتونو په یوې ګډې اعلامیې کې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د ویستلو ژمنه بیا تازه کړې ده.

د «امریکا-عراق د ستراتیژیک ډیالوګ» د سه شنبې په ورځ جون۱۲ (غبرګولي۲۲) په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي چې له عراق څخه به ټول امریکايي ځواکونه وځي، خو د وتلو لپاره یې مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.

په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د داعش د ختمولو په عملیاتو کې پرمختګونه شوي دي او د امریکا متحده ایالتونه به په را روانو میاشتو کې له عراق څخه د خپلو ځواکونو د شمېر کمول پیلوي.

په پام کې ده چې امریکایي چارواکي به په هغه هېواد کې د خپلو پاتې سرتېرو د برخلیک په اړه له عراقي چارواکو سره غږیږي.

اعلامیه وايي دواړه هېوادونه هڅه کوي چې " د مشترکو ګټو په اساس دوه اړخیزو امنیتي اړیکو پراختیا ته " پام واړوي.

امریکا بیا ټېنګار کړی دی چې په عراق کې د تل لپاره نه پاتې کیږي او نه هم په دغه هېواد کې دایمي پوځي اډې غواړي.

په همدې حال کې د عراق حکومت هم ویلي دي چې "د نړیوال ایتلاف د پوځي پرسونل او د هغوی مرکزونه به ساتي".

په اعلامیې کې ټېنګار شوی دی چې واشنګټن او بغداد به په اقتصادي، د انرژۍ او سیاسي مسایلو باندې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

څه موده مخکې د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امریکا په یو هوايي برید کې د ایران د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلیماني ووژل شو او تهران په عراق کې د امریکا او ایتلاف پوځي مرکزونه په نښه کړل چې ددغه کار سره د عراق په پارلمان کې د امریکایي ځواکونو تود بحث هم پیل شوی و.