د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر مایک پمپیو تېره اونۍ د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره لیدلي دي.
ښاغلی ټرمپ وايي چې د دواړو خواو ترمنځ ملاقات ښه وو او روابط یې ورغول شول. ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د دغه ملاقات په جزییاتو کار روان دی.
Mike Pompeo met with Kim Jong Un in North Korea last week. Meeting went very smoothly and a good relationship was formed. Details of Summit are being worked out now. Denuclearization will be a great thing for World, but also for North Korea!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) April 18, 2018
ولسمشر ټرمپ وايي چې د اتومي وسلو ختمول د نړۍ او شمالي کوریا دواړه لپاره ښه دي. شمالي کوریا او امریکا له کلونو کلونو راهېسې ښه روابط نلري. د پمپیو او جونګ اون ملاقات د خپل ډول یو تاریخي او بیساری اقدام بلل کیږي.
امریکا هڅه کوي شمالي کوریا پرېنږدي چې اتومي وسلې جوړې کړي. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې چې په خپله ولسمشر ټرمپ له کیم جونګ اون سره هم وویني.
ولسمشر ټرمپ د امریکا په فلورېډا کې د جاپان له لومړي وزیر شینزو ابي سره په خبرو دا وویل. هغه ونه ویل چې کله به د شمالي کوریا له مشر سره ویني خو دا خبره یې وکړه چې پنځه ځایونه د هغوی د ملاقات لپاره ارزول شوي دي.