د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او جنوبي کوریا سلګونه زره ځواکونه ګډ تمرینات کوي


د امریکا او جنوبي کوریا د ځمکنيو، هوايي او سمندري ځواکونو گډ تمرینونه د څلور اونیو لپاره پلان شوې دي.
د امریکا او جنوبي کوریا د ځمکنيو، هوايي او سمندري ځواکونو گډ تمرینونه د څلور اونیو لپاره پلان شوې دي.

ټاکل شوې د امریکا او جنوبي کوریا لسګونه زره سرتيري د یوې میاشتې لپاره ګډ پوځي تمرین وکړي.

دا تمرین د المپيک د ژمنيو لوبو او د شمالي کوریا او جنوبي کوريا ترمنځ د سولې د احتمال خبرو اترو له کبله يوه مياشت ځنډول شوي وو.

د ځمکنيو، هوايي او سمندري ځواکونو گډ تمرینونه د څلور اوونیو لپاره پلان شوې دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وايي په دې تمریناتو کې به دوه سوه دیرش زره امریکایي او د جنوبي کوريا درې لکه سرتېري برخه اخلي.

شمالي کوريا چې مخکې يې د جنوبي کوريا او امريکا پر دغو پوځي تمريناتو انتقاد کاوه او دا ډول تمرینات یې پر خپله خاوره د يرغل چمتوالی باله، دا ځل انتقاد نه دى کړى.

د کوریاگانو ترمنځ د غونډې هرکلی

بلخوا متحده ایالاتو د شمالي کوریا او جنوبي کوریا د سرمشریزه غونډې هرکلی کړی چې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا کیم جونګ اون د پلان شوې غونډې څخه مخکې ترسره کیږي.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د مارچ په نهه ویشتمه خبرداری ورکړ چې ښايي له جنوبي کوریا سره د آزادې سوداګرۍ یوه نوې موافقه تر هغه وخت وځنډوي چې د شمالي کوریا د آټومي پروګرام په اړه یوه معامله رامنځته شي.

دې خبرې ډیر خلک حیرانه کړل، خو هغه وویل چې د شمالي کوریا له مشر سره د غونډې په اړه یې لا هم خوشبیني درلوده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل امریکا احساس کوي چې چین ته د کیم سفر ددې ډیر احتمال رامنځته کړی دی چې د کیم-ټرمپ سرمشریزه غونډه به بریالۍ وي.

ځینې کارپوهان اندیښنه لري چې کیم ښايي د بې آټومي کولو په اړه د ټرمپ د ادارې په پرتله یو بیل برداشت ولري. هغوی وايي چې دواړه لوري باید خپل توقعات روښانه کړي.

خو د یوې غونډې په اړه له ټولو اندیښنو سره سره، د ملګرو ملتو د سیاسي چارو تلونکی مشر جیفري فلټمن وايي چې اوسنی وضعیت د هغه سخت کړکیچ په پرتله لا ښه شوی دی چې څو میاشتې د مخه و.

فلټمن هیله لري چې راتلونکې سرمشریزې به په سیمه کې د آټومي وسلو د لیرې کولو په لور د یوې اوږدې پروسې پيل وي.

XS
SM
MD
LG