جان کربي: داعش او القاعده لاهم په افغانستان کې شته

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي

امریکايي مقامات وایي د داعش ډله او د القاعدې شبکې غړي په افغانستان کې حضور لري، خو امریکا د افغانستان د حالاتو دقیقه څارنه کوي او د هرډول تهدید پېښيدو مخنیوی کولی شي.

د امریکا د دفاع وزارت وایي دا جمهور رئیس جو بایډن و چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو پریکړه يي وکړه. د پنټګان/ دفاع وزارت ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ (دسمبر۱۴) د امریکاغږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې د افغانستان په رامنځ ته شوي وضعیت، د محمد اشرف غني په وتلو او په سیمه کې د امریکا د متحدینو په همکارۍ خبرې کړي.

د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي جمهور رئیس بایډن پدې یقیني شوی و چې په افغانستان کې د امریکا هغه پوځي مقاصد ترلاسه شوي وو چې په افغانستان کې د ترهګرو خوندي کیدلو مخه ونیول شي او یا داسی توان پیدا نکړي چې له افغانستان څخه په امریکا د بریدونو قابلیت ولري.

د دفاع وزارت ویاند وویل په تیرو شلو کلونو کې، په افغانستان کې ډیر ښه کارونه او پرمختګونه هم شوي. سیاسي، اقتصادي او اجتماعي پرمختګ هم شوی. خو اوس معلومه خبره ده چې د طالبانو پورې اړه لري چې څنګه دا پرمختګونه ساتي.

کربي وایي امریکا پدې پوهیږي چې د القاعدې شبکه او د داعش ډله لاهم په افغانستان کې حضور لري، او ډیر امکان شته چې له هغه ځایه دوئ خپل فعالیتونه پیل کړي او امریکا پدې برخه کې ډیر له دقت او مواظبت نه کار اخلي.

د کربي په وینا امریکاد مرکزي قوماندانۍ په ساحو کې ډیر قوي حضور او مسؤلیت لري. لدې امله، امریکا د خپلو متحدینو او شریکانو سره همکارۍ ته دوام ورکوي ترڅو یقیني شي چې افغانستان د امریکا او متحدینو پرضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي او یا له هغه ځایه زمونږ د ملي امنیت ګټو ته زیان ورسیږي.

د پنټګان ویاند وایي د امریکايي ځواکونو د وتلو له پریکړې وروسته، په افغانستان کې ډیر هرج و مرج او نامعلوم حالت رامنځ شوی و. د دغه چارواکي په وینا یو خو د افغانستان جمهور رئیس پخپله په الوتکه کې له هیواده ووت. هیڅ چا باور نه کاوه چې داسی به وشي. او ترڅنګ يي هلته بی باوري او ناڅرګند وضعیت رامنځ ته شوی و، او د هغه لمړنیو ورځو بد وضعیت انځورونه د ټولو په یاد دي. او د ۱۷ /۱۸ورځو په موده کې، ۱۲۴زره افغان همکاران، او نور افغانان په خوندي او ښه توګه و ایستل شول.

دغه چارواکي په افغانستان کې د تروریستي ډلو د حضور یادونه وکړه او وایي امریکا په ډیر دقت د افغانستان حالت څاري او د هرډول خطر په صورت کې د اقدام وړتیا لري.

ښاغلي کربي وویل د استخباراتي ارزونو ټولې خبرې نشي شریکولې، خو امریکا پدې پوهیږي چې د داعش ډله او القاعدې شبکه لاهم په افغانستان کې حضور لري او امریکا يي په ډیر دقت څاري.

د دفاع وزارت د ویاند په قول پدې کې مهمه خبره داده چې دا حالت د امریکا د نظر لاندې دی، وضعیت ګوري او د امریکا ملي امنیت او هیواد ته د خطر په وخت کې هرډول حالت ویني.

دغه چارواکي وویل امریکا په سیمه کې د ترهګرۍ ضد فضایي قابلیت زیات کړیدی، او د متحدو هیوادونو سره کار کوي چې دا قابلیت او ظرفیت لږ څه نورهم لوړ کړي.