امریکا او روسیې بندیان تبادله کړل

د امریکا او روسیط بیرغونه

سره له دې چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله د امریکا او روسیې روابط خراب شوي، خو مسکو او واشنګټن نن چهارشنبه اپریل ۲۷ (غوايي اوومه) په لوړه کچه بندیان سره تبادله کړل.

ولسمشر جوبایډن ویلي چې دا یوه «سخته پرېکړه» وه.

د امریکا د سمندري ځواکونو سرتیری ټریور رییډ له هغه روسي سره تبادله شو چې د نشه يي توکو په قاچاقو محکوم شوی و. روسيې په کال ۲۰۱۰ کې ښاغلی رییډ ونیوه او بیا یې پولیسو ته د سپکاوي په تور بندي او په نهو کلونو بند محکوم کړ. روسي چارواکي وايي هغه ډېر نشه و او پولیسو ته یې سپکاوی کړی و، خو د نوموړي کورنۍ هغه بې ګناه بولي.

د امریکا حکومت د ښاغلي رییډ په بدل کې روسي پیلوټ کستنتین یاروشینکو، چې په ۲۰ کالونو بند محکوم شوی و، خوشي کړ. دی د کوکاینو د قاچاقو د پلان په تور په لابیریا کې ونیول شو او په ۲۰۱۰ کې امریکا ته انتقال شو. هغه دا مهال د امریکا د کنیټېکټ په ایالت کې بندي و.

سره له دې چې دا تبادله غیر معمول وه، یو امریکايي چارواکي دا یوه اړخیزه دپلوماسي وبلله او ويې ویل: «له روسانوسره بحثونه، چې دغې تبادلې ته یې لاره هواره کړه، مشخصآ په همدغوموضوعګانو متمرکز وو او پراخ دپلوماتیک بحث نه و.»

نوموړي زیاته کړه چې د ښاغلي رییډ پرېښودل په اوکراین کې د روسیې د مظالمو په اړه د امریکا په چال چلند کې هېڅ تغیر نه راولي. چارواکي نه وايي چې دا تبادله چېرې شوې ده، خو خبري رسنۍ وايي چې د روسیې د فدرال امنیتي خدماتو یوه الوتکه په انقره کې لیدل شوې او له دې پېښې وروسته د امریکا د بندیانو ادارې اعلان وکړ چې یاروشینکو نور زنداني نه دي.

د ټریور رییډ مور او پلار د خپل زوی د خلاصون لپاره کمپاین پیل کړی و او د سپینې ماڼۍ مخې ته هم تللي وو چې د خلکو پام ور واوښت. دوی تېره میاشت له ولسمشر بایډن سره هم ولیدل. د رییډ کورنۍ په یوې اعلاميې کې ویلي دي: «زموږ کورنۍ داسې وه لکه وحشتناک خوب کې چې وي. زموږ دوعاوې واورېدل شوې او ټریور بېرته خوندي د امریکا متحدو ایالتونو ته په لار دی.»

سخته پرېکړه

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ټریور د ازادېدو هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې «سختې پرېکړې» وشوې چې د امریکا د سمندري ځواکونو دغه پخوانی عسکر تبادله او د روسیې له زندان څخه ازاد شي.

ښاغلي بایډن په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ټریور د تبادلې په اړه بحثونو کې «سختو پرېکړو ته اړتیا وه چې ما ساده نه ګڼلې».

هغه ویلي دي: «ما د ټریور د مور او پلار په غږ دا احساس کړه چې هغوی څومره د خپل زوی د روغتیا په اړه اندېښمن دي او څومره یې کمی احساسوي. زه خوشحال وم چې هغوی ته مې د ټریور د ازادېدو ښه خبر ورکړ.»

ښاغلي بایډن ویلي دي چې د ټریور مصون ستنول د هغه د ادارې هغه پالیسي څرګندوی چې په بهرنیو هېوادونو کې په ناقانونه ډول د توقیف شویو امریکایانو خلاصون یې لومړیتوب دی.

د یو بل امریکايي ویلان او برټني په ګډون ځینې نور امریکایان لا هم په روسیې کې د بېلا بېلو تورونو له کبله بنديان دي چې ښاغلي بایډن یې د خلاصون ژمنه کړې ده.