د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د مذهبي ازادۍ کمېسیون: افغانستان په تور لست کې شامل کړئ 


افغانستان
افغانستان

د امریکا د متحدو ایالتونو د مذهبي ازادۍ نړیوال کمېسیون په خپل کلني راپور کې په جنوبي اسیا کې د مذهب د ازادۍ په اړه اندېښنه ښودلې او شرایط یې خورا خراب ګڼلي دي.

دغه کمېسیون نن دوشنبه اپریل ۲۵ (غوايي پنځمه) خپل کلنی راپور خپور کړ او د امریکا له حکومت څخه یې غوښتي دي چې افغانستان باید د مذهب د ازادۍ په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د «ځانګړې اندېښنې» په لست کې شامل کړل شي.

دغه کمېسیون همدغه راز ویلي دي چې د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې د مذهبي او دیني ازادیو د وضعیت د خرابېدو له کبله دا هېواد باید د بهرنیو چارو وزارت په تور لست کې شامل شي.

د دغه کمېسیون مشر ناداین ماینزا ویلي دي: «د اګست په میاشت کې د طالبانوله تسلط وروسته، اقلیتونه د خپلو عقایدو او باورونو له کبله له زور زیاتي، ځوروني، توقیف او آن مرګ سره مخامخ شوي دي.»

هغه همدغه راز ویلي دي چې تعلیم ته د لاسرسي او د ښځو د استازیتوب په برخه کې په تېرو څو کلونو کې چې کومې لاس ته راوړنې وې، ختمې شوې دي.

د دغه کمېسیون مشر له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي دي چې د دوی وړاندیزونه ومني او هغو مذهبي اقلیتونو ته چې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي، امریکا ته د مهاجرت زمینه برابره کړي.

د بشر د حقونو یو شمېر نړیوال سازمانونه وايي چې طالبان د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون بشري حقونو، په خاص ډول د مذهبي اقلیتونو حقونو او د بیان او فکر ازادۍ ته درناوی نلري.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د بشري د حقونو او په خاص ډول مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی هم یو مهم شرط ګڼلی، خو طالبان وايي چې دوی د «شرعیت په اساس» ټولو ته حقوق قایل دي. طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په کابل کې بیا واکمن شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ویبسایټ کې د دغه کمېسیون د اهدافو په اړه لیکل شوي چې دا کمېسیون په نړۍ کۍ د مذهب او عقیدې ازادي تشهیروي، په نړیواله کچه د مذهب په اساس تاوتریخوالي، ځورونه او تبعیض څاري او د مخنیوي‌ لارې چارې او تګلارې یې عملي کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مذهبي ازادیو تور لست کې چین، اریتریا، ایران، میانمار، شمالي کوریا، پاکستان، روسیه، سعودي عربستان، تاجیکستان او ترکمنستان شامل دي چې ښايی له دې پلوه پرې یو لړ بندیزونه ولګول شي.

د امریکا د مذهبي ازادۍ نړیوال کمېسیون همدغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغې سپارښتنې تائید کړی چې پاکستان دې د مذهب د عدم ازادۍ له کبله په «تور لست» کې شامل شي. له پاکستان څخه هم راپورونه وايي چې هلته مذهبي اقلیتونو سره نا سم چلند کېږي او څه موده مخکې خلکو یو مسیحي «اسلام ته د سپکاوي» په تور په عام محضر کې وواژه.

هند او د مذهب ازادي

د امریکا د متحدو ایالتونو د مذهبي ازادۍ نړیوال کمېسیون یو ځل بیا ویلي‌ دي چې د هند د واکمن ملتپال ګوند په حکومت کې په دغه هېواد کې د مذهب د ازادۍ وضعیت پام وړ خراب شوی دی.

دغه کمېسیون په درېیم ځل بیا وړاندیز کړی دی چې هند دې په دې برخه کې د هغو هېوادونو په لست کې شامل شي چې په اړه یې «خاصه اندېښنه» موجوده ده. مخکې دغه وړاندیز نوی ډهلی په غوصه کړی و.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د مذهبي ازادۍ نړیوال کمېسیون په دې برخه کې د حکومت لپاره کومه تګلاره نه ټاکي،‌ بلکې وړاندیزونه او پېشنهادونه کوي.

په راپور کې په هند کې تېرکال په مذهبي‌ اقلیتونو او په خاص ډول په مسلمانانو باندې بریدونه یاد شوي‌ دي. دغلته د صدراعظم نریندرا مودي‌ حکومت د اقلیتونو سره د سخت چلند د تګلارو په اساس «د یو هندو دولت ایډیالوژیک لیدلوری» مخې ته وړي.

راپور وايي: «په هند کې د مذهب د ازادۍ شرایط په پام وړ کچه خراب شوي دي.» راپور همدغه راز «په ملي کچه د بدماشانو او نورو ډلو د تاوتریخوالي او ګواښونو کمپاینونو او د بخښنې فرهنګ» او د خبریالانو او بشري حقونو د فعالانو نیولو ته اشاره کړې ده.

د هند حکومت په تېرو کلونو د دغه کمېسیون موندنې رد کړې وې او هغه یې تورن کړی و چې بېطرفه نه دی.

XS
SM
MD
LG