ټرمپ به ژر پر روسیې نوي بندیزونه توشیح کړي

د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس وایي چې ولسمشر به په راتلونکو څو ورځو کې پر روسیې نوي بندیزونه توشیح کړي.

د امریکا سنا تېره اونۍ پر روسیې نوي بندیزونه تصویب کړل. دا مصوبه ولسمشر ته اجازه نه ورکوي چې پر روسیې لګول شوي بندیزونه فسخه کړي، خو که کانګرس ومنله بیا هغه دا کار کولی شي.

اسوشیتډ پرس وايي ښاغلي پنس ګرجستان ته د خپل سفر پر مهال وویل چې پر روسیې د بندیزونو د وخت او زمان په اړه اندېښنه وه، خو ټېنګار یې وکړ چې اوس به توشیح شي.

دا بندیزونه تر ډېره مالي دي، چې د روسیې د انرژۍ په سکتور او د وسلو د پېر او پلور په شرکتونو باندې لګول کیږي، خو په اړه یې ډېر جزیات ورکړل شوي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې ۷۵۵ امریکایي ديپلوماتانو ته له خپلې خاورې د وتلو خبر ورکړی دی. کرملین د جمعې په ورځ په مسکو کې د امریکا سفارت او دریو قونسلګریو دیپلوماتانو ته د سپتمبر تر اولې نېټې وخت ورکړ چې له روسیې څخه ووځي.

په اصل کې د روسیې او متحدو ایالتونو ترمنځ د روانو سیاسي ستونزو لوی علت د تېرکال انتخابات دي، چې روسیه د دونالډ ټرمپ په ګټې او هیلرې کلنټن په ضد په کې په لاس لرلو تورنه شوه. خو مسکو دا تورونه نه مني.