د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د امریکا نه غوښتې چې په مسکو کې دیپلوماتان کم کړي


په مسکو کې د متحده ایالاتو د سفارت ودانۍ
په مسکو کې د متحده ایالاتو د سفارت ودانۍ

مسکو د واشنګټن نه غوښتي دي چې د خپلو دیپلومانو شمیر دې په روسیه کې کم کړي. روسیې دا اقدام وروسته له هغه وکړ چې د متحده ایالاتو کانګریس د شمالي کوریا او ایران په شمول په روسیې د تازه بندیزونو لایحه ترتیب کړې او جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته یې د توشیح لپاره لیږلې.

د امریکا د استازو د مجلس رئیس یو همکار د رویټرز خبري اژانس ته د جمعې په ورځ ناوخته وویل چې په روسیې د بندیزونو لایحه "جمهور رئیس ته استول شوې او اوس د هغه صلاحیت دی چې منظور یې یې رد کړي."

روسیې همدارنګه امریکا ته خبر ورکړی چې دوه دیپلوماتیکې ودانۍ به هم قبضه کړي. واشنګټن د روسیې د ځوابي اقداماتو په باره کې تر اوسه تبصره نده کړې.

د کانګریس لخوا د تازه بندیزونو د لایحې د منظوریدو نه څو اوونۍ وړاندې روسیې خبرداری ورکړی و چې د دې عمل په ځواب کې به عکس العمل ښیي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تور لګولی چې په امریکا کې د روسیې ضد احساسات مخ په زیاتیدو دي او ویلي یې دي چې " یوه مشهوره کړۍ د ښکاره جګړې غوښتنه کوي. "

د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالاتو ته ویلي دي چې د راتلونکې (سپټمبر) د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې وخت لري چې په روسیه کې د خپلو دیپلوماتانو شمیر ۴۵۵ ته راټیټ کړي.

په مسکو کې یوه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې متحده ایالاتو په ټولې روسیې کې شاوخوا یوولس سوه دیپلوماتان او کارکوونکي لري چې د روسیې اتباع هم پکې شامل دي.

XS
SM
MD
LG